د لاس رسي وړ اتصالات

ایران هغه کس اعدام کړ چې دوه روحانیون یې وژلي و


ایران دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) هغه کس اعدام کړ چې د همدې کال د اپریل په میاشت کې یې دوه روحانیون د امام رضا په زیارت کې په چاقو وهلي او وژلي و.

په برید کې یو روحاني ټپي شوي هم و.

د ایران په سرکاري تلویزیون کې ویل شوي چې په دار ځړول شوی کس عبدالطیف مرادي نومیده خو د هغه په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي.

د امام رضا زیارت چې د ایران د مشهد په ښار کې دی د شعیه ګانو لپاره یو ستر زیارت دی چې د نړۍ د بیلا بیلو برخو څخه خلک ورځي.

په برید کې یو روحاني ځای پر ځای ووژل شو خو دویم روحاني چې په برید کې ټپي شوي و، څو ورځې وروسته یې سا ورکړه.

ایراني‌ رسنۍ وايي هغه بریدګر چې د اپریل په پنځمه نیټه (وري۱۶) یې د مشهد ښار د «امام رضا» په روضه کې یې یو روحاني په چاقو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل، له پاکستان څخه ایران ته داخل شوی و.

د ایران د تسنیم خبري‌ اژانس راپور ورکړ چې بریدګر عبدالطیف مرادي نومېږي‌، اوزبیک دی او له پاکستان څخه ایران ته تر داخلېدو وروسته د مشهد د مهرا اباد سیمه کې اوسېده.

راپور وايي‌ چې هغه له خپل ورور سره یو ځای د باربرۍ په یو شرکت کې کار کاوه.

د تسنیم په راپور کې راغلي دي چې هغه «تکفیري افکار لرل او شیعه ګان یې رافضي او مجوسیان بلل او په دې عقیده و چې باید د هغوی وینه تویه شي

ایراني چارواکو دغه اژانس ته ویلي دي چې د عبدالطیف مرادي او د هغه د دوو وروڼو په ګډون یې د پېښې په تړاو شپږ مشکوک کسان نیولي ‌دي او له دوي څخه یې تحقیقات پیل کړي دي.

مرادي په دریو روحاني شخصیتونو د چاقو بریدونه وکړل چې د چارواکو په خبره یو رحاني یې ۲۰ چاقو وواه.

مقامات وايي چې برید کوونکې تر دغې پېښې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې په مختلفو نومونو باندې د شیعه ګانو په ضد لیکنې خپرولې.

XS
SM
MD
LG