د لاس رسي وړ اتصالات

ایران درې تنه اعدام کړي چې د مخدره موادو په قاچاق کولو تورن وو


د بشري حقونو ادارې وایي ایران په تیرو شاوخوا ۵ میاشتو کې ۲۶۰تنه اعدام کړي.
د بشري حقونو ادارې وایي ایران په تیرو شاوخوا ۵ میاشتو کې ۲۶۰تنه اعدام کړي.

د ایران قضایه قوې یکشنبې مې ۲۱ (غوایي۳۱) ویلي چې د دې هیواد حکومت درې تنه، چې د مخدره موادو په قاچاق کولو تورن و، اعدام کړل.

د قضایه قوې د میزان خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دغه درې تنه د مخدره موادو د قاچاقبرانو د یوې شبکې غړي و او په "ځمکه کې فساد کولو" په تور تورن شوي و.

د دې دریو کسانو د اعدام کولو څخه یوه ورځ وړاندې ایراني چارواکو یو بل تن هم اعدام کړ چې تور پرې و انساني قاچاق یې کاوه او ایرانۍ میرمنې یې نورو هیوادونو ته د بدلمنۍ لپاره استولې .

ایراني چارواکو همدارنګه د تیرې جمعې په ورځ درې تنه چې تور پرې و تیر کال د نومبر په میاشت کې د حکومت پر ضد ولسي مظاهرو په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو غړي وژلي و.

لویدیځو هیوادونو او د بشري حقونو ادارو په ایران کې د جمعې ورځې اعدامونه غندلي دي. د بښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو ادارو د معلوماتو له مخې تر چین وروسته ایران د نړي یوازینی هیواد دی چې هر کال پکې ډیر کسان اعدامیږي.

د ایران د بشري حقونو اداره چې مرکز یې په ناروې کې دی او د مرګ سزا ضد یوې بلې ادارې په ګډ راپور کې ویلي چې ایران د تیر کال په پرتله ۷۵ په سلو کې د خلکو اعدام کول ډیر کړي.

د دې ادارو په راپورونو کې ویل شوي چې ایران تیر کال ۵۸۲ تنه په دار ځړولي چې د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا یې ساری ندی لیدل شوی پداسې حال کې چې دې هیواد په ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۳۳۳ تنه اعدام کړي و.

د ایران د بشري حقونو ادارې ویلي چې دې هیواد د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې ۲۶۰ تنه اعدام کړي او سلګونه نور کسان د مرګ په سزا محکوم شوی چې ډیری یې هغوي دي چې د مهسا امیني تر وژل کیدو وروسته یې د حکومت پر ضد په پراخو ولسي مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

تېرکال د سپتمبر په میاشت مهسا امیني د ایران د ارشاد د پولیسو په توقیف کې مړه شوه او له هغې وروسته خلکو مظاهرې وکړې. پولیسو هغه د "بد حجابۍ" په تور نیولې وه. ایران تېرکال هم څلور معترضان اعدام کړل چې دا کار په نړیواله کچه وغندل شوه.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د څانګې مشر ولکر ترک په ایران کې د اعدامونو د مخ په زیاتېدونکې لړۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې ایران هره اوونۍ په اوسط ډول څه باندې ۱۰ کسان اعداموي.

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالامارد ویلي اوس یې وخت رارسیدلی چې د نړۍ حکومتونه او ملګري ملتونه په هغو هیوادونو فشار راوړي چې په ښکاره توګه د بشري حقونو څخه سرغړاونې کوي او دا یقیني کړي چې نړیوال محافظتي اقدامات عملي کیږي.

میرمن کالامارد دا هم ویلي چې "د هیله مندۍ لږه څرکه" پیدا شوې ځکه چې د نړۍ ۶ هیوادونو تیر کال د اعدام سزا یا په بشپړه توګه او یا هم جزوي توګه لغوه کړې. دا هیوادونه د مرکزي افریقا جمهوریت، استوایي ګیني، قزاقستان، پاپوي ني ګیني، سیرا لئون، او زامبیا دي.

XS
SM
MD
LG