داېران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد لبنان ته دخپل دوه ورځني سفر په پای کې دلبنان د حزب الله دمشر حسن نصرالهت سره ولیدل. لبنان ته دخپل سفر په وخت ښاغلي ا حمدي نژاد داسرائیلو خلاف د حزب الهل د وسله والې مبارزې ډېره ستاېنه وکړه.
داېران دولتي رسنۍ واېې چه ښاغلي احمدي نژاد له حسن نصرالهن سره پرون دپنجشنبی په ورځ په بېروت کی ولیدل او په سېمه کې د سېاسي بدلونونو او لبنان ته ېې دخپل سفر په هکله ورسره خبرې وکړي.
د اېران د مرستو نه یې د قدردانۍ دڅرگندولو په خاطر حسن نصرالهه داېران جمهور رئېس ته ېو میل ټوپک ورباښه چه وېل کېږی د حزب الهو غړو په جنگ کې دېوه اسرائیلي عسکر نه نېولی ؤ.
پرون احمدي نژاد په جنوبي لبنان کې د بنت الجبیل په کلي کې چې داسرائیلو دسرحد نه فقط څلور کېلومتره لېرې پروت دی، دحزب الهس په لس گونو زرو ملاتړو ته وېنا وکړه. هغه دلبنان دخلکو دچارواکو ستاېنه وکړه او اعلان ېې وکړ چې په داسې حال کې چې د بنت الجبیل اولس به اباد او هوسا شي صیهونستان به ېوه ورځ ختم شي. خبري رپوټونه وايي کله چې د اېران جمهور رئیس غونډې ته وېنا کوله ،نو داسرائیلو نظامي هلېکوپترو دلبنان دسرحد دپاسه پروازونه کول.