په ایران کې پلار خپله څوارلس کلنه لور د غیرت او ناموس په نامه پداسې حال کې په لور حلاله کړې او وژلې چې هغه ویده وه. پیښه د ایران د ګیلان ولایت د تالش په ښار کې شویده. پولیسو د نجلۍ پلار نیولی.
نجلۍ، رومینه نومیږي او د یو څلور دیرش کلن سړي سره چې بهمن خاوري نومیږي، د کوره تښتیدلې وه. پولیسو نجلۍ پنځه ورځې وروسته پیدا کړله او سره لدې چې هغې پولیسو ته شکایت کړی و چې پلار یې ښایي د کوره د تښتیدو په خاطر ووژني خو بیا یې هم نجلۍ پلار ته وسپارله.
د نجلۍ پلار رضا اشرفي د پولیسو سره بندي دی.
د ایران په شمول، د منځني ختیځ او یو شمیر نورو هیوادونو کې د کوره د تښتیدو ملامتي په نجلۍ اچول کیږي ځکه وایي د کورنۍ غیرت یې سپک کړی خو نارینه ته چې یوه ماشومه نجلۍ پخپل دام کې ګیروي، هیڅ نه ویل کیږي.
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم نن چارشنبې (مې ۲۷مه) د پارلمان نویو غړیو ته په وینا کې د کابینې نه وغوښتل چې د غیرت او ناموس په نامه د وژلو د مخنیوي لپاره دې جدي او سخت قوانین وضع کړي.
په ایران کې د قضایه قوې چارواکو ویلي دي چې د رومینې قضیه به په یوې ځانګړې محکمې کې وڅیړل شي خو د ایران د اوسني قانون له مخې د هغې پلار تر لسو کالونو پورې بندې کیدی شي.
په ایران کې کره معلومات نشته چې څومره جینکۍ د غیرت او ناموس په نامه وژل کیږي ځکه چې سیمه ایز مطبوعات د دا شان پیښو په هکله معلومات نه خپروي.
د ایران د قانون له مخې نجلۍ په دیارلس کلنۍ کې د واده کولو حق لري خو په اوسط ډول په ایران کې د نجونو عمر چې واده کوي، ۲۳ کاله دی.