د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: ایران د اتومي موافقې شرایط عملې کړي


د ملگري ملتونو د اتومي فعالتیونو لپاره د څار ډله IAEA وایي چې ایران د اتومي وسلو په اړه د ٢٠١٥ کال د موافقې سره په تړلې محدودیتونو عمل کړی

د ملگري ملتونو د څار د ډلې راپور وایي په ایران چې په موافقې کې شریکو هیوادونو کوم بندیزونه لگولې و، ایران په هغې عمل کړیدی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د مي په میاشت کې د ایران سره د اتومي وسلو په سر د موافقې نه د وتلو اعلان کړی و او په ایران یې سخت اقتصادي بندیزونه ولگول. پدی برسیره ولسمشر ټرمپ د غربی هیوادونو نه وغوښتل چې د ایران سره تجارت نه کوي.

د IAEA تیر راپور کې لیکل شوې و چې ایران د څارونکو سره د همکارۍ په لړ کې نور اقدامات هم کولی شي چې باور رامنځته شي خو په دغه راپور کې داسې نه و ویل شوې چې د ایران په فعالیتونو اندیښمن دي.

د پنج شنبې د ورځې راپور وایي چې د څار ډلې وکولی شوه چې د ایران د اتومي وسلو د موافقې په اړه پوره تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG