د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د داعش ٢٧ غړي مو ونیول


د ایران حکومت وایي د داعش ٢٧ وسله وال غړي یې نیولي دي چې پلان یې درلود د هغه هیواد په مذهبي ښارونو کې بریدونه وکړي.

د ایران د استخباراتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه ترهگر د جمهور رئیس حسن روحاني د تحلیف تر مراسمو وړاندې د یوې بلې سیمه ایزې استخباراتي ادارې سره د معلوماتو تر شریکولو وروسته په نښه شول، او ونیول شول.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې استخباراتي معلومات کوم هیواد ورکړي وه.

اعلامیه زیاتوي چې ١٠ تنه له ایران څخه بهر د پلان جوړولو په مرکز کې نیول شوي دي، او پاتې اوولس کسان په هیواد کې دننه نیول شوي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې پنځو کسانو د برید کولو پلان درلود او پاتې نور یې همکاران دي.

د یادونې وړ ده چې ایران د داعش په مقابل کې د سوریې د حکومت ښکاره ملاتړ کوي او داعش یې دښمن هیواد بولي.

دوه میاشتې یو شمیر ترهگرو د ایران د پارلمان پر ودانۍ او په تهران کې د خمیني په زیارت بریدونه کړي و.

XS
SM
MD
LG