د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خپل پوځ غښتلی کوي


نن چارشنبه د سپتامبر ٢١ د ایران او عراق د جگړې ٣٦ کلیزه ده
نن چارشنبه د سپتامبر ٢١ د ایران او عراق د جگړې ٣٦ کلیزه ده

د ایران د پوځ لوی درستیز وایي د امریکا له خوا اسرائیل ته د ٣٨ میلیاردو ډالرو مرستې ایران دې ته هڅولی چې خپل پوځ غښتلی کړي.

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري په یو پوځي رسم گذشت کې ویلي دي چې د اسرائیل سره د امریکا د متحده ایالاتو پوځي مرسته ایران د خپل پوځ غښتلي کولو ته هوډمن کوي.

د امریکا متحده ایالاتو تیره اونۍ د اسرائیل سره یوه نوې او ناڅاپي امنیتي توافقنامه لاس لیک کړه چې له مخې په راتلونکو لسو کلونو کې څه دپاسه ٣٨ میلیارده ډالر له اسرائیل سره پوځي مرسته کوي.

ایران، اسرائیل په رسمیت نه پیژني او د اسرائیل ضد سخت دریځو ډلو لکه د حماس او د لبنان د حزب الله ملاتړ کوي.

له دې سره جوخت د ایران پوځي ځواکونو نن د چارشنبې په ورځ په بندر عباس کې د مراسمو په ترڅ کې د "ذوالفقار" په نامه خپل نوی میزائیل نندارې ته وړاندې کړ.

پر دغه نوي میزائیل چې یوې لارۍ لیږداوه د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د اسرائیل ضد نقل قول لیکل شوی و چې که اسرائیل پر ایران یرغل وکړي، تهران به د اسرائیل د تل ابیب او هایفا له منځه یوسي.

د ایران دولتي خبري اژانس ویلي دي چې "ذوالفقار، یو لېرې ویشتونکی بالستیکی" میزائیل دی چې خوشه یي سرگلوله لیږدوي. ددې جنگي وسلې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

نن چارشنبه د ایران او عراق د جگړې د پیل د ٣٦ کلیزې سره برابره ده چې په دې خاطر د ایران په اکثرو ښارونو کې پوځي رسم گذشتونه ترسره شول.

د ١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٨ پورې د ایران او عراق ترمنځ په جگړو کې څه دپاسه یو میلیون کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG