د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د مهسا امیني د مړینې ضد لومړني مظاهره کوونکي ته د مرګ سزا ورکړه


په ایران کې قضایه قوې یکشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) یو مظاهره کوونکي ته چې د مهسا امیني تر مړینې وروسته یې د حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه، د مرګ سزا ورکړې.

دا د روانو مظاهرو په تړاو لومړی تن دی چې په ایران کې د مرګ په سزا محکومیږي.

د ایران د قضایه قوې میزان په ویب سایټ کې د مرګ په سزا د محکوم شوي شخص د هویت په هکله څه ندي ویل شوي.

د دې ویب سایټ په راپور کې یوازې دومره ویل شوي چې دې شخص ته د مرګ سزا د تهران په یوې محکمې کې ورکړل شوې او حکومتي ودانۍ ته اور اچولو، عامه نظم ګډوډولو، د ملي امنیت پر ضد د جرم دسیسې کولو لپاره په راټولیدو، او د خدای دښمن او ځمکې کې د فساد کولو تورونه پرې لګیدلي و.

د میزان په ویب پاڼې کې همدارنګه ویل شوي چې د تهران یوې بلې محکمې هم پنځو کسانو ته چې د ملي امنیت پر ضد د جرم کولو لپاره د راټولیدو تورونه پرې لګیدلي و، د پنځو څخه نیولې تر لسو کالونو پورې د بند تیرولو سزاګانې ورکړي.

د مهسا امیني تر مړینې وروسته د ایران امنیتي ځواکونو زرګونه مظاهره چیان نیولي او د بشري حقونو مدافعین اندیښنه لري چې نیول شوي مظاهره چیان په چټکه توګه د اعدام کیدو د خطر سره مخ دي.

د دې مظاهرو لومړي ګډون کوونکي ته پداسې حال کې د مرګ سزا ورکول کیږي چې د همدې میاشتې په سر کې د ایران د پارلمان د ۲۹۰ غړیو څخه ۲۷۰ یې د قضایه قوې څخه وغوښتل چې هغو کسانو ته دې د مرګ سزا ورکړي چې د خلکو ژوندانه ته یې زیان اړولی.

په عین حال کې د ایران د بشري حقونو غیر دولتي مؤسسې مشر چې مرکز یې په ناروې کې دی، ویلي چې د رسمي معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۲۰ تنه مظاهره کوونکي پداسې تورونو تورن شوي چې سزا یې مرګ دی.

د دې مؤسسې مشر محمود امیري مقدم د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې اندیښنه لري د دې تورنو کسانو په اعدام کې به بیړه وشي.

هغه زیاته کړه، "نړیواله ټولنه باید ایراني چارواکو ته قوي خبرداری ورکړی چې د مظاهرو له کبله خلکو ته د مرګ سزا ورکول نه منل کیدونکې ده او درانه عواقب به ولري". د ایران د قضایه قوې د معلوماتو له مخې د روانو مظاهرو په لړ کې تر اوسه څه باندې ۲۰۰۰ کسانو باندې تورونه لګیدلي چې د نیمایي څخه ډیر یې په تهران کې په محکمو کې تورن شوي.

د میزان خبري اژانس ویلي چې د تازه "بلواوو" له کبله یوازې د هیواد په دریو ولایتونو کې څه باندې ۷۵۰ تنه تورن شویدي. سره لدې چې ایراني چارواکي پدې مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمیر لږ ښیي خو د ایران د بشري حقونو غیر دولتي مؤسسه وایي چې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۲۶ تنه مظاهره چیان په ټول هیواد کې وژلي دي.

دې ادارې ویلي چې یوازې ۱۲۳ تنه مظاهره چیان د سیستان-بلوچستان په ولایت کې وژل شوي چې ډیری اوسیدونکي یې سني مذهبه مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG