د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: سرغړونه به ایران ته گرانه تمامه شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا غږ د فارسي خپرونې سره په ځانگړې مرکه کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا غږ د فارسي خپرونې سره په ځانگړې مرکه کې

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ایران د اتومي پروگرام په سر موافقه په هغو گامونو پورې تړلې ده، چې په راتلونکې کې اخیستل کیږي.

جان کېري د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ اتومي موافقه یو ستر او بریالی عمل بللی دی او ویلي یې دي چې دا د جنگ او کړکیچ په وړاندې یو ښه بدیل دی.

ښاغلي کېري دا هم ویلي دي چې د ایران د اتومي پروگرام په سر چې کومه موافقه شویده، هغه کولی شي چې د ایران او د امریکا ترمنځ نورې ستونزې هم حل کړي.

کېري: که دا موافقه په پوره توگه عملي شي د ایران ولس به ستر مثبت بدلون وویني
کېري: که دا موافقه په پوره توگه عملي شي د ایران ولس به ستر مثبت بدلون وویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا غږ د فارسي خپرونې سره په ځانگړې مرکه کې ویلي چې دې موافقې سره به د جنگ مخه ونیول شی، د سیمې امنیت به خوندي شي او ایران به د اتومي وسلو د جوړولو نه ایسار کړي.

د ښاغلي کیري نه پوښتنه وشوه چې دا چې د ملگرو ملتو امنیت شورا د ایران سره شوې موافقه تصویب او تاید کړیده، نو ایا دا معنا لري چې ایران نړۍ کې د انزوا د حالت نه ووت؟

ښاغلي کېري په ځواب کې وویل چې د ملگرو ملتونو د دې پریکړې معنا داه ده چې راتلونکو میاشتو او کلنو کې به بدلونونه ولیدل شي. دا چې د امنیت شورا د ایران سره د شپږو ځواکمنو هیوادونو د موافقې ملاتړ کې رای ورکړې ده، دا په دې موافقې او په دې طرفونو د باور څرگندونه کوي. دا ایران او نورې نړۍ ته یوه هیله مندي ورکوي. نو هیله ده چې په نړیواله ټولنه کې ایران یو مناسب ځای ومومي. خو دا کار به د ایران لخوا اخیستل کیدونکو گامونو پورې تړلی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه بله پوښتنه دا وشوه چې څه وخت د ایران سره په اتومي مسله موافقه اعلان شوه، نو د ایران په لارو کوڅو کې خلک د خوښیو د جشن دپاره را ووتل. نو ایا دا خوشالي یې د وخت نه مخکې نه وه. ځکه چې لا خو دا موافقه د امریکا کانگرس او د ایران د مشرانو شورا نه ده تصویب او تاید کړې.؟

ښاغلي کیري د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ اتومي موافقه د جنگ او کړکیچ په وړاندې یو ښه بدیل گڼلی دی
ښاغلي کیري د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ اتومي موافقه د جنگ او کړکیچ په وړاندې یو ښه بدیل گڼلی دی

هغه په ځواب کې وویل "زه فکر نه کوم چې د خلکو خوشالي به د وخت نه وړاندې وي. بلکې دغه خوشالي یو پیغام هم لري چې دا یو مثبت کار شویدی،او د ایران ولس ورنه راضي دی. نو هیله ده چې د امریکا کانگرس او د ایران د امنیت عالي شورا هم د دې موافقې مثبتو اړخونو ته پام وکړي."

د ښاغلي جان کېري نو یوه پوښتنه د دې موافقې سره د ایران د تړلو هیلو په اړه وشوه،چې تاسو خو دا مذاکرات یوازې د ایران د اتومي پروگرام پورې محدودې کړې وې، خو ایرانیان هیله لري چې دې سره به د دوي اقتصادي مشکلات رفع او ژوند کې بهتري راشي. تاسو ېې دا هیلې په ځای نه بولئ؟

داسې نه ده،که چرې دا موافقه په پوره توگه عملي شي نو هیله لرم چې د ایران ولس به خپل ژوند کې ستر مثبت بدلون وویني. په دوي لگیدلي بندیزونه به لرې شي. نو نړۍ سره به ېې تگ راتگ ازاد شي او سرمایه گزاري به زیاته شي. نو دا موافقه په ډیرو نسبتونه گټوره ده.

د ښاغلي کېري نه پوښتنه وشوه چې هغه خلک چې انتظار باسي چې دې موافقې سره به ایران کې د دیموکراسۍ پلویانو ته گټه ورسي ،تاسو څه ځواب لرئ.ځکه چې لا هم په ایران کې ډیر دیموکراسي پلوي زندانیان دي؟

هغه وویل که چرې موږ د ایران او نړۍ او ایران او امریکا نورې مسلو په اړه خبرې کولی نو لس کاله به نور هم دا خبرې روانې وې. یوازې په دې یوه مسله څلور کاله خبرې روانې وې. تر هغه چې د دیموکراسۍ او د بشر د حقوقو خبره ده، نو امریکا اوس هم په خپل دریځ ولاړه ده. خو دا اوسنۍ موافقه باید نورو مسلو سره ونه تړل شی. کله چې دا موافقه عملي شي او نړۍ ته د سولې پیغام ورسي، نو نورې مسلې هم ورسره حل کیږي.

XS
SM
MD
LG