په ایران کې د اقامې د ویزې د نه تمدید کولو په اړه د افغان شاعر نجیب بارور له شکایت وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر امر کړی چې ښاغلي بارور ته دې "ژر تر ژره" ویزه ورکړل شي.
د ایران د زده کوونکو خبري اژانس (ایسنا) د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو د څانګې په وینا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) رپوټ ورکړ چې: "[د ایران د کورنیو چارو وزیر] احمد وحیدي د بهرنیانو او مهاجرینو د چارو د عمومي مدیر وغوښتل چې ژر تر ژره ددغه افغانستاني شاعر نجیب بارور ویزه وارزوي او نتیجه یې اعلان کړي."
نجیب بارور د چهارشنبې په ورځ د ګیلې ډک یو پیغام کې په ایران کې د خپلې ویزې د نه تمدید کیدو په خاطر ولیکل: "د ایران هېواد څځه زمونږ درک ایران فردوسي و، نه هغه ایران چې د کوچنیو ذهنیتونو په وجه کوچنی شوی وي. مونږ فکر کاوه ایران د شاهنامې ایران دی، پارسی ګډه ژبه ده او ګډ فرهنګ او تمدن زمونږ د دیالوګ اساس دی. په پای کې که پوهیدم چې ایران د فرهنګي ارتباطو څخه جلا له شرمه د نورو ډکو ارتباطاتو اساس اېښی دی، دلته نه راتلم."
بارور په خپل پیغام کې یو مشهور سرود "هر کجا مرز کشیدند، شما پل بزنید" یعنې جیرته چې یې سرحد جوړ کړ تاسې پرې پل جوړ کړئ، ته په اشارې ایراني مقاماتو ته په خطاب کې لیکلي: "د هماغه پولونو پر ځای، مو که دیوال کړی وای اوس به کور شوی وای. زه یو څه موده دلته یم، اوبه او خواړه مې خپله برابروم، یواځې ستاسې څخه غواړم پاسپورت مې مه ناقص کوئ چې د افغانستان د ازادیدو پورې یو کفري هیواد ته پناه یوسم!"
نجیب بارور په خپلو اکثرو شعرونو کې د فارسي ژبې حوزه د پارسي ژبو لپاره د پولې پرته ګډه جغرافیا ګڼلې ده .
د بارور ګیله په فیسبوک کې د افغان کارونکو د زیات شمیر انتقادونو سره مخامخ شوې او یو شمیر یې د افغان مشهور شاعر قهار عاصي دا شعر "خبردار خبردار خبردار، بیگانه بیگانه است" په خپلو پوستونو کې ددې شاعر د پست لاندې لیکلی دی.
قهار عاصي هم په ۱۳۷۱ لمریز کال کې په افغانستان کې د مجاهدینو د واکمن کیدو وروسته ایران ته پناه وړې وه او کابل ته له راستنیدو وروسته د کورنیو جګړو په ترڅ کې مړ شو. نجیب بارور ادعا کړې چې عاصي هم په ایران کې د ویزې د نه تمدید کیدو په وجه د هغه هیواد نه ایستل شوی و.
د ویزې د ارزونې په اړه د ایراني مقاماتو د امر وروسته نجیب بارور، د فیسبوک په یو بل پیغام کې د ایراني مقاماتو څخه د مننې په ترڅ کې لیکلي: "هیله لرم پدې بهانه د سلګونو هیوادوالو ستونزه حل شي. په ټینګار؛ هر کجا مرز کشیدند، شما پل بزنید (یعنې جیرته چې یې سرحد جوړ کړ تاسې پرې پل جوړ کړئ)."