د لاس رسي وړ اتصالات

اېران وايي چې داوږده واټن توغندي به د شنبې په ورځ وازمویي.


اېران وايي چې داوږده – واټن توغندي به وازمویي.
اېران وايي چې داوږده – واټن توغندي به وازمویي.

اېران وايي چې داوږده – واټن توغندي به د شنبی په ورځ د عسکري تمرېناتو دېوې برخی په توگه، په خلېج کې وازمویي.

د جمعی په ورځ دغه اعلان وروسته له هغه نه وشو چې داېران او لوېدېځو ځواکونو ترمنځ جنجال نورهم لوړې څوکې ته ورسېده. دا جنجال د داېران هغه گواښ نه را پېدا شوېدی چې داېران به دهرمز ستراتېژېک تنگي له لارې د نړۍ تېلو ته دتېرېدلو اجازه ورنکړي.

دفارس نېمه رسمی اژانس داېران دسمندری قواو دستر جنرال محمود موسوی له قوله لېکی چې داېران سمندری قوه به څو ډوله توغندي وازمويي. په دې کی به داوږده – واټن وېشتونکي توغندي هم شامل وي.

رپوټ وايی داېران عسکري تمرېنونه د ډېسېمبر د 24 می نېټی راهېسی پېل شوېدی. هغه ووېل چې ددغو توغندېو واورول به د ازموېنی په خاطروی او د دوی د عسکری تمرېناتو وروستی پړاو به وی. داتمرېنونه ددې لپاره کېږي چې داېران سمندری قوه د جنگ په حآلت کې له دښمن سره دمقابلی لپاره چمتو کړی.

داېران په وسله تون کې د شهاب – 3 توغندي چې اسراېېلو او دامرېکا اډو ته چې په منځنی ختېځ کې پرتی دی، رسېدلی شی شامل دی.

ددې اونی په سر کې تهران گواښ وکړ چې که چېرې غربی قوتونه پردوی نور بندېزونه ولگوی نو اېران به دهرمز تنگی چې نوری نړی ته تېل ترېنه تېرېږي بند کړی. داېران خلاف بندېزونو مقصد د اېران د تېلو د صادراتو بندول او محدودول دی.

رپوټ وايي دغربی قوتونو دغه اقدام به پر اېران نور بندېزونه هم ولگوی، تردې مخکی هم پر اېران بندېزونه لگول شویدی. داېران خلاف بندېزونه دهغوی داټومی پروگرام خلاف لگول کېږی.

رپوټ وايي چې د نړی په درو کې ېوه برخه تېل دهرمز له تنگي نه تېرېږی. ددغه تنگي بندېدل د تېلو په اندازی او بېی باندی په ټوله نړی کې بده اغېزه کولی شی. د امرېکا ددفاع وزارت ووېل چې دهرمز له تنگی نه به تېلو د بېړېو دتېرېدلو بندېدل تحمل نکړی. د اسوشتېد پرېس خبری اژانس ووېل چې دسعودی عربستان د تېلو وزارت او دخلېج د تېلو دتولېد نورو هېوادونو ووېل چې که چېرې دغه کا ر پېښ شی نو دوی به دېته چمتو وی چې داسی اقدام وکړی چې کمبوت پوره کاندی.

XS
SM
MD
LG