د بریتانیا د استخباراتو د ادارې (MI6) مشر ریچارډ مور د جمعې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ ۹) وویل چې د ایران لوړتیا غوښتونکي اټومي اهداف د ټولې نړۍ لپاره ستر امنیتي ګواښ دی.
ریچارډ مور د فرانسې په پلازمینه پاریس کې وویل، "د ایران د [حکومت] سره متحدو ملېشې په ټول منځني ختیځ کې سختې ځپل شوي دي. خو د رژیم اټومي هیلې لا هم موږ ټول ګواښي."
ریچارډ مور همداشان وویل چې "د ایران رژیم هڅه کوي چې د هغه هیواد دننه او بهر مخالفین له منځه یوسي."
د بریتاینا د ام آی شپږ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ایراني ډپلوماتان نن د جمعې په ورځ په ژنیو کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د بریتانیا، فرانسې، جرمني ډپلوماټانو او د اروپايي ټولنې له مشر همغږي کوونکي سره خبرې کوي.
په یو غیر معمولي اقدام کې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د بحث وړ مسلو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، نه یې هم د خبرو مشخص وخت او ځای او یا دا چې دا خبرې به څومره دوام وکړي، څه ویلي دي.
خو د ځینو راپورونو له مخې د دغو خبرو هدف د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل مخکې د کړکېچ د کمولو د لارو چارو څېړل دي. دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په راتلونکو څو اونیو کې – د ۲۰۲۵ د جنورۍ په ۲۰ - ټرمپ یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ځي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ تمه لري چې د ایران په وړاندې د اعظمي فشار پالیسي ګړندۍ کړي او په سیمه کې د "پراخ توافق" غوښتنه وکړي.
د ریچارډ مور له څرګندونو دمخه د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې په خپل توان کې هر څه وکړي چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
این در حالی است که عباس عراقچی، وزیر خارجهٔ ایران، گفته است که اگر غرب به تهدید درباره اعمال مجدد تحریمهای سازمان ملل متحد ادامه دهد، دکتورین هستهای تهران تغییر خواهد کرد.
دا پداسې حال کې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که لویدیځ د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو ګواښ ته دوام ورکړي، د تهران اټومي نظر به بدل شي.
د فرانس پریس خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د یو راپور له مخې چې د دې ادارې لخوا لیدل شوي، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې تائید کړې چې ایران پلان لري د یورانیمو د غني کولو لپاره نږدې ۶۰۰۰ نوي سنټرفیوژونه نصب کړي.
مجید تختروانچی، معاون وزارت خارجهٔ ایران، قرار است در مذاکرات روز جمعه از ایران نمایندگی کند. تختروانچی قبل از این ملاقات با انریکه مورا، معین منشی عمومی اتحادیه اروپا در بخش پالیسی خارجی، ملاقات خواهد کرد.
ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت روانچي د جمعې په ورځ په خبرو کې د ایران استازیتوب وکړي. تر دې غونډې دمخه به، تحت روانچي د بهرنۍ پالیسۍ په څانګه کې د اروپايي ټولنې د عمومي منشي له مرستیالې اینریکا مورا سره وګوري.
د رویټرز د راپور له مخې، دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې "د ایران د حکومت په وړاندې د اروپایي هیوادونو د وروستي پریکړه لیک او د یورانیمو په غني کولو باندې د بندیزونو د زیاتیدو له امله د ښکیلو ډلو ترمنځ د بې باورۍ کچه ډیره شوې ده".
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې ۳۵ کسیز مدیریتي بورډ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې ایران د اټومي پروګرام په اړه د نه همکارۍ له امله غندل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه