د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: ولسمشر اوباما په پټه د ایران د یورانیمو د غني کولو د مرکز په کمپیوټرانو باندي د پیچلو بریدونو فرمان صادر کړي و


د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اوباما سپېنې ماڼۍ ته د راتګ سره سم په پټه د ایران د یورانیمو د غني کولو د مرکز پر کمپیوټري سیسټم باندي د مغلقو بریدونو فرمان صادر کړی و.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې نامعلومې سرچینې له قوله، چې ددغه پروګرام په هکله معلومات لري، لیکي چې دغه فرمان د انټرنیټ او کمپیوټر په نړۍ کې د امریکا د کمپیوټري وسلو د استعمال لومړۍ بیلګه وه. د ریپوټونه له قراره دغه پروګرام د پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش د حکومت په دوره کې پیل شوی و.

ایران وايي چې اټمي پروګرام یې د سولې ایزو مقاصدو لپاره دی خو لویدیځ او اسرایل بیا وايي چې ایران هڅه کوي چې په پټه اټمي وسلې جوړې کړې. بهرني هېوادونه پر دې ټینګار کوي چې پر ایران باندې دې بندیزونه ولګول شي چې دغه هېواد خپل نړیوال مکلفیتونه درک کړي او پر بنسټ یې عمل وکړي. نړیوال غواړي چې ایران دي د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې اټمي مرکزونه وڅاري.

ایران پر اسرایلو او لویدیځ باندي تور لګولی دی چې ددغه هېواد پر کمپیوټري سیسټم باندي یې برید کړی دی او ویلی یې دي چې دوي غواړي د ایران اټمي پروګرام ګډوډ کړي. تراوسه پورې چا د دې بریدونو پړه په غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې وړ ده چې په ایران او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې د فلیم په نامه یو نوی کمپیوټري وایرس کشف شوی دی. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی وو چې د فلیم وایروس د ستاکس نت د وایروس نه هم ډیر خطرناکه دی خو روانه اوونۍ یې وویل چې ایران یې پرضد د وایرس ضد پروګرام جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG