د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران ښايي د سې شنبې د ورځې په لیدوکاتو کې تعزیرات نرم سي


د شپږو قدرتونو چارواکي ښايي د سې شنبې په ورځ پر ایران باندي وضع شوي بندیزونه نرم کړي که چیري تهران موافقه وکړي چې د خپل اټمي پروګرام په هکله د نړیوالو اندېښنو ځواب وايي.

ویل کېږي چې د ایران او پنځه جمع یو ډلې ترمنځ لیده کاته چې د قرغزستان په الماتا ښار کې د سې شنبې په ورځ دایریږي داسي د پام وړ لاسته راوړنه په پای کې ونلري. په پنځه جمع یو ډله کې آمریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني شامل دي خو د اسوشیټیډ پریس او رویټریس خبري آژانسونو ریپوټونه ورکړي دي چې په امریکا او اروپا کې حکومتي سرچینو ویلي دي چې که ایران په خبرو کې جديتوب څرګند کړي نو امکان یې سته چې پر دغه هېواد باندې بندیزونه یو څه نرم شي.

ایران وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو په نړۍ زیات شمیر هیوادونه په دې نظر دي چې ایران په دې پلمه هڅه کوي چې اټمي وسلې جوړې کړي.
XS
SM
MD
LG