د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: حماس باید د اسرائیل د اوربند 'فوق العاده سخاوتمند' وړاندیز ومني


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دوشنبه اپریل ۲۹ ( غوایي لسمه) په غزې کې د اوربند په بدل کې د حماس ډلې لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د اسرائیل وړاندیز "فوق العاده سخاوتمند" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د حماس ډله به یې ومني.

انټوني بلینکن چې د سعودي په پایتخت ریاض کې یې خبرې کولې وویل یوازیني شی چې په اوس وخت کې د غزې د ولس او اوربند تر منځ ولاړ دی د حماس ډله ده.

ښاغلي بلینکن د حماس ډلې ته په خطاب کې وویل، " هغوي (حماس) باید پریکړه وکړي او ژر باید پریکړه وکړي. هیله مند یم چې سمه پریکړه به وکړي".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د حماس یو پلاوی مصر ته تللی چې د قطر او امریکا سره په ګډه کوښښ کوي په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه بنده او د حماس ډلې لخوا پاتې برمته شوي کسان خوشې شي.

د حماس ډله د اوربند په بدل کې غواړي چې اسرائیل جګړه بنده کړي او په بشپړه توګه له غزې ووځي خو نیتن یاهو بیا پخپلې خبرې ټینګ ولاړ دی چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي به د ځمکې د لارې یرغل کوي.

حماس تر دې مخکې پر دایمي اوربند ټینګار کړی و، چې د اسرائیل له خوا رد شوی و.

انتوني بلینکن د اسرائیل لخوا د وړاندیز شوي اوربند په هکله جزیات ورنکړل او دا یې هم ندي ویلي چې اسرائیل د برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې د اوربند کوم شرایط حماس ته ورکړیدي.

خو دې ډلې تیره شنبه اپریل ۲۷ مه خبر ورکړی و چې په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د اسرائیل پر تازه وړاندیز باندې غور کوي.

په غزه کې د حماس د سیاسي څانګې مرستیال خلیل الحیا په یو بیان کې ویلي و: " د حماس غورځنګ خپل هغه دریځ ته چې د اپریل په دیارلسمه مصري او قطري منځګړو ته سپارل شوی و، د صهیونیستي اشغالګرو [اسرائیل] رسمي ځواب ترلاسه کړ. حماس به پر دغه وړاندیز غور وکړي او له بشپړیدو وروسته به خپل ځواب وړاندې کړي."

مصر، قطر او متحده ایالات د نومبر په میاشت کې د جګړې د لنډمهالې وقفې راهیسې په غزه کې د اوربند د نوي تړون لپاره هڅه کوي.

د نومبر میاشتې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې، د اسرائیل په زندانونو کې د ۲۴۰ فلسطینیان د ۸۰ اسرائیلي یرغملو سره تبادله شول.

د سعودي – امریکا امنیتي تړون

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په سعودي عربستان کې په ډاګه کړله چې واشنګتن او ریاض د یو امنیتي تړون پر سر موافقې ته نږدې شوي او پدې شرط به وړاندې شي که سعودي عربستان د اسرائیل سره سوله وکړي.

د حماس – اسرائیل د جګړې پیل کیدو څخه وړاندې سعودي عربستان دېته نږدې شوی و چې د اسرئیل سره د متحده ایالاتو په منځګړتوب اړیکې عادي کړي.

د راپورونو له مخې سعودي عربستان د اسرائیل په رسمیت پيژندلو او اړیکو عادي کولو په بدل کې د متحده ایالاتو څخه نظامي ضمانت غواړي خو دا چې ریاض تیر کال د ایران سره اړیکې عادي کړي، لا څرګنده نده چې آیا سعودي د متحده ایالاتو څخه خپلې غوښتنې بدلې کړي که نه.

د سعودي چارواکو دا هم ویلي چې که اسرائیل د خپلواک فلسطین دولت جوړیدو ته غاږه کښیږدي، دوي به د اړیکو په عادي کولو غور وکړي.

ویل کیږي چې د سعودي چارواکو په خصوصي توګه د متحده ایالاتو څخه غوښتي چې که په اسرائیل په غزې کې د جګړې بندولو لپاره فشار راوړي او په سیاسي لحاظ دیته شرایط برابر کړي چې فلسطین یو خپلواک دولت وي، ریاض به د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي او د غزې بیا رغونې سره به مالي مرستې هم وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هم د ریاض سره د امنیتې تړون لپاره همدا دوه شرایط په ډاګه کړل او زیاته یې کړه، " د اړیکو عادي کیدو لپاره د مخکې تګ لپاره دوه څیزونه ضروري دي : په غزې کې آرامي او د فلسطیني دولت لپاره اعتباري لار".

امریکایي چارواکو دا هم ویلي چې د فلسطیني خپلواک دولت لپاره د شرایط برابرول چې اسرائیل ته پکې د امنیت ډاډ ورکړل شوی وي، په منځني ختیځ کې د تل پاتې سولې او امنیت او پدې سیمې کې د اسرئیل مدغم کیدو لپاره مهم دي.

خو بل پلو بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د دوه بیلو دولتونو جوړیدو، د حل لاره او د فلسطین ادارې ته د غزې تړانګې د کنټرول ورکولو د حل لار رد کړې. نړیواله ټولنه بیا د همدې حل لارې ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG