د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي تړون په هکله خبرې بیا پیل کیږي


د خبرو دریم رونډ د سه شنبې په ورځ په تخنیکي بحثونو پیل شوی خو دپلوماتان نن شنبه مخامخ سره ګوري
د خبرو دریم رونډ د سه شنبې په ورځ په تخنیکي بحثونو پیل شوی خو دپلوماتان نن شنبه مخامخ سره ګوري

ټاکل شوې د ایران د اتومي تړون په هکله د خبرو درېیم دور نن شنبه، مۍ لومړۍ (غوایي۱۱) د اتریش په پایتخت ویانا کې پیل شي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بریتانیې، چین، فرانسې، جرمني، ایران او روسیې استازي به په محلي وخت نن د ماسپښین په ۳ بجو مخامخ غونډه وکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ګډون کوونکي د ایران د اتومي تړون سره د امریکا د بیرته یو ځای کیدو په امکاناتو غږیږي او دا چې څنګه د دې ډاډ ورکړل شي چې دا موافقه په ګټوره توګه عملي شي.

د خبرو هدف د ایران د اتومي تړون سره د امریکا د متحده ایالاتو بیرته یو ځای کول او په ایران د اقتصادي بندیزونو لیرې کول دي.

د خبرو درېیم دور د سه شنبې په ورځ د څو ورځو تخنیکي بحثونو نه وروسته پيل شوی خو متخصصین او دپلوماتان به نن د لومړي ځل لپاره سره مخامخ خبرو ته کښیني.

یو اروپایي دپلومات د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا، اروپا، چین او روسیې دپلوماتانو نن سهار هم یوه غونډه درلوده خو ایران پکې ګډون نه و کړی ځکه د ایران اسلامي جمهوریت ویلي چې د امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو ندی.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خبرو د دېریم دور د پای ته رسېدو نه وروسته به استازي بېرته هېوادونو ته د نورې لارښوونې لپاره ستانه شي.

یو دپلومات چې د دې خبرو په هکله معلومات لري ویلي چې هیله ده د همدې روانې میاشتې تر پایه یوه "کره نتیجه" تر لاسه شي ځکه چې د جون په میاشت کې په ایران کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.

ایران او د نړۍ زبر ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې دا اتومي تړون پدې شرط لاسلیک کړ چې ایران به خپل اتومي فعالیت کموي او په بدل کې به په ایران اقتصادي بندیزونه لېرې کیږي.

خو د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۵ کال کې پرته لدې چې د تړون د نورو غړیو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د دې تړون نه امریکا وایستله او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

د امریکا اوسنی جمهور رئیس جو بایډن د ایران د اتومي تړون ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د تړون سره بیرته یو ځای کیدو ته لیوال دی.

XS
SM
MD
LG