د لاس رسي وړ اتصالات

نن د ایران او لویديځ ترمنځ ټاکل شوی مهلت ختمېږي


د ۷ هېوادونو د باندنیو چارو وزیران په وینا کې سره راغونډېږي چې د ایران د اټمي پروګرام په هکله خبرې وکړي. نن د دوشنبې په ورځ د لویدیځ او ایران ترمنځ ټاکل شوی مهلت پوره کېږي چې دواړې خواووې د یوه بل سره موافقه ته ورسېږي.

د لوړې سطحې خبرې ترزیاته بریده د امریکا د باندنیو چارو د وزیر جان کیري او د ایران د باندنیو چارو د وزیر جواد ظریف ترمنځ ترسره سوې. وروستۍ ځل دواړو د باندنیو چارو وزیرانو پرون د یکشنبې په ورځ سره وکتل.

وروسته د څو نورو هېوادونو د باندنیو چارو وزیرانو هم په خبرو کې ګډون وکړ. اوس چې د دوشنبې ورځې مهلت رارسېږي د جرمني، فرانسې او بریتانیې د باندنیو چارو وزیران بیا ویانا ته روان سوي دي. د ریپوټونو له مخې د روسیې او چین د باندنیو چارو وزیران هم نن د دوشنبې په ورځ د خبرو په وروستي پړاو کې برخه اخلي.

د چارو د کارپوهانو ترمنځ داسي آوازې خپرې سوي دي چې ښايي د ایران او لویدیځ ترمنځ موافقه حاصله شي، خو ځیني نور بیا استدلال کوي چې موضوعات ډیر پیچلي دي او دا مني چې اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ په مسایلو کې خلاګانې موجودې دي. دوي وايي چې په اوسنیوو شرایطو کې تر ټولو غوره او ښه نتیجه چې توقع یې کېدلای شي دا ده چې د ایران او لویدیځ ترمنځ د مزاکراتو مهلت تمدید شي.

پنځه جمع یو هېوادونو ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا دنده سپارل شوې ده چې د ایران سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هکله مزاکرات وکړي چې یو داسي حل لاره راوباسي ترڅو دا یقیني شي چې د ایران اټمي پروګرام سوله ایز دی او دا چې داسي تظمین ورکړل سي چې ایران هیڅ وخت ونسي کړای چې اټمي وسلې جوړې کړي.

په بدل کې یې ایران غواړي چې پر دغه هېواد باندې اقتصادي بندیزونه لیري کړل شي. چارواکي وايي چې اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ مسایل نهايي شوي نه دي.

روسیه د لویدیځې اروپا د هېوادونو په پرتله د ایران سره نږدې اړیکې لري او د لویدیځ سره هم د روسیې اړیکې د یوکراین د مسلې په خاطر خرابې سوي دي. خو د دې ټولو برسیره، روسیه اوس هم متعهده ده چې د ایران سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په برخه کې د لویدیځوالو سره په مزاکراتو کې یو موټی واوسي.

د بریتانیې د دورهم د پوهنتون څخه انوش احتشامي وايي چې دا هم یو دلیل لري.

هغه داسي وايي ،،روسیه د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې د پنځه جمع یو هېوادونو د موقف سره موافقه ده او مناسب دلیل هم لري هغه دا چې په خپل جنوبي سرحد کې نه غواړي چې یو اټم لرونکی همسایه ولري.،،

په عین حال کې د ایران او لویديځ ترمنځ د موافقې په برخه کې هم زیات شمیر مخالفتونه موجود دي. پرون په ایران کې مظاهره وشوه او د پلتونیم د اټمي بټۍ په هکله د تفاهم مخالفت وشو. همدغه راز په دې ورستیو ورځو کې هم محافظه کارو ایراني سیاستمدارانو د ایران او لویديځ ترمنځ د تفاهم په برخه کې قوي بیانیې ورکړي دي.

دغه راز پرون د یکشنبې په ورځ د اسرایلو لومړي وزیر هم د ایران او لویديځ ترمنځ هرډول موافقه چې ایران یې په ترڅ کې د اټمي وسلو د جوړولو وړتیا ولري، رد کړله.
د امریکا په کانګرس کې هم زیات شمیر کسان عین نظر لري چې پر ایران باندې حتی د ملکي اټمي پروګرام اعتماد هم نشي کیدلای.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري پرون د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د باندنیو چارو د وزیر سره وکتل چې دغه هېواد ته ډاډ ورکړي چې د ایران سره د موافقې د ترلاسه کېدو وروسته به هم د امریکا او سعودي عربستان اړیکې پرځای وي. د یکشنبې د ورځې د لیدوکاتو یو ورځ مخکي، د شنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزیر د خلیج د سیمې د څلورو هېوادونو د باندنیو چارو د وزیرانو سره ټلفوني خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG