ایران د څپل اټمي پروگرام په اړه د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره مذاکرات پیل کړي دي.
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ اداره له ایران څخه غواړي چې د خلکو هغو اندیښنې ځواب کړي چې ګواکې ایران د اټمي بمب د جوړولو هڅه کوي. ایران له پخوا راهیسې د بمب جوړولو ادعا د نړیوالو یو بې ځایه تور بللی دی.
دغه خبرې اترې د شنبې په ورځ په تهران کې پیل شوې. تر دې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې هغه موافقه عملي شوه چې د یو شمیر بندیزونو د لیري کیدو په بدل کې ایران په اټمي بټیو کې د یورانیمو غني کول وځنډول.
ایران د تیرکال د نومبر په میاشت کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره دې موافقې ته ورسیدی چې یورانیم نه غني کوي او نړیواله ټولنه به بندیزونه ورباندې نرم کړي.
د اټمي انرژۍ نړیواله اداره له ایران څخه د اتومي پروګرام د شفافیت د تضمینولو او هغو تورونو سپیناوی غواړي چې ایران پخوا د اټمي بمب د جوړولو هڅه کوله.