د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي پروگرام په اړه د لوېدیځ او ایران خبرې اترې


ایران د اتمي پرگرام په سر خبرې اترې
ایران د اتمي پرگرام په سر خبرې اترې

د امریکا په گډون د ٥ + ١ لویدیځو قدرتونو د بهرنیو چارو وزیران په ویانا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په دې خبرې کوي چې ایران د اتومي پروگرام او اقتصادي بندیزونو د نرمښت ترمنځ کوم یو غوره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جگپوړي چارواکې ویلي دي چې په ویانا کې د لیدنو کتنو هدف دا معلومول دي چې په دې موضوع پرمختگ امکان لري او که نه او ښاغلی کیري هڅه کوي د ژورو خبرو اترو له لارې دا پته ولگوي چې ایا ایران اساسي پریکړې کولو ته چمتو دی؟

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې د ایران هیئت دیته چمتو دی چې په راتلونکو اوو ورځو کې د لویدیځ سره هغې موافقې ته ورسیږي چې دوی یې هیله لري.

ښاغلي ظریف د خبرو اترو تر پیلیدو وړاندې د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی په ښه نیت راغلي دي او ټول گډون کوونکې باید په خبرو اترو کې په ښه نیت گډون وکړي. هغه زیاته کړه "موږ په دې اړه مهم پرمختگ وکړ چې یو شمیر غلط فهمۍ مو له منځه یووړې."

خو د لویدیځو هیوادونو استازو د ښاغلي ظریف په څیر احساسات نه درلودل. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ وویل چې د یکشنبې په خبرو اترو کې هیڅ پرمختگ نه دی شوی. ښاغلي هیگ وویل، " د ایران د پاره مهمه ده چې موافقې ته د رسیدو د پاره دهغو شېانو په برخه کې چې ضروري دي ډېر واقعیتونه درک کړي.

د ایران سره د نړیوالو اختلافات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د خپل ایراني سیال سره تر لیدلو وړاندې ویلي وو چې د ایران داتومي پروگرام په اړه د هغه دهیواد او شپږو غربي قدرتونو ترمنځ جدي اختلافات موجود دي.

د لویدیځو هیوادو د بهرنیو چارو و وزیرانو د مشترکو دیپلوماتیکو فشارونو په مقابل کې تهران بیا هم په دې ټینگار کوي چې په اتومي ري اکتور کې د سوله ییز هدف د پاره د یورانیمو غني کول غواړي، خو امریکا او نور متحدین یې ددې اندیښنه لري چې ایران له یورانیمونه اتومي توغندی جوړولی شي.

د اوسنۍ موقتي موافقې له مخې، لویدیځ او ایران باید د جولای تر شلمې نیټې پر راتلونکې تگلارې له ېوبل سره سلا وکړي چې پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د نرمښت موده وغزیږي.

XS
SM
MD
LG