د لاس رسي وړ اتصالات

البانیا کې د مجاهدین خلق د "خپلواک ایران نړیواله غونډه" د امنیتي ګواښ له کبله وځنډیده


د ایران د حکومت د مخالفینو یوه غونډه چې ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ په پای کې په البانیا کې د مجاهدین خلق په مرکزي دفتر کې شوې وه، د امنیتي ګواښ له کبله وځنډیده.

د مجاهدین خلق ډلې په اعلامیې کې په ځانګړې توګه د ګواښونو یادونه نده کړې خو دومره یې ویلي چې دا غونډه د البانیا د حکومت په وړاندیز د "امنیتي دلایلو، ترهګرو د ګواښونو او دسیسو" له کبله ځنډیدلې.

غونډه د البانیا په پایتخت تریانا کې د مجاهدین خلق په مرکزي دفتر کې کیده. دا ډله په ایران کې د رژیم د بدلون لپاره مبارزه کوي.

که څه هم چې پخپله د البانیا حکومت تر اوسه د موضوع په اړه تبصره نده کړې خو په تریانا کې د متحده ایالاتو سفارت پنجشنبې ناوخته په ټویټر کې غونډې ته د "احتمالي ګواښ" خبر ورکړی و پدې هیواد کې یې خپلو اتباعو ته امر کړی و چې په غونډې کې دې برخه نه اخلي.


د امریکا سفارت ویلي و، " د متحده ایالاتو حکومت په یو ګواښ خبر دی چې هدف یې د خپلواک ایران نړیواله غونډه ده".

په همدې حال کې په البانیا کې سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې څارنوالانو د جاسوسې د یوې احتمالي کړۍ په هکله تحقیقات پیل کړي او د مجاهدین خلق د یو شمیر پخوانیو غړیو څخه چې ددې ډلې سره لار بیله کړې، پوښتنې هم کړي.

د غونډې تنظیم کوونکي ویلي چې ټاکل شوې وه پدې غونډې کې د نړۍ د شپږو لویو وچو څخه د پارلمانانونو د سلګونو جګپوړو غړیو تر څنګ ګڼ شمیر لوړ پوړي سیاسي اشخاص په انلاین بڼه برخه واخلي.
البانیا په ۲۰۱۳ کال کې د واشنګټن او ملګرو ملتونو په غوښتنې ومنله چې د مجاهدین خلق شاوخوا ۳۰۰۰ غړیو ته پنا ورکړي. اکثریت دا کسان په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.


دا لومړی ځل ندی چې د ایران څخه د باندې د دې هیواد په مخالفینو د برید ګواښ کیږي. په بلجیم کې هم پولیسو په ۲۰۱۸ کال کې د یو ترهګریز برید مخه ونیوله چې غوښتل یې د فرانسې په پایتخت پاریس کې د ایراني مخالفینو په لاریون برید وکړي.

وروسته بیا په همدې قضیې کې د ایران یو دپلومات مجرم وبلل شو چې د برید لپاره یې چاودیدونکي مواد برابر کړي و.

په البانیا کې د مجاهدین خلق دا غونډه پداسې وخت کې ځنډیږي چې متحده ایالاتو د همدې میاشتې په سر کې په څو تنو امریکایانو پدې خاطر بندیزونه ولګول چې ددې ډلې په غونډو کې یې برخه اخیستې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت جولای ۱۶ د امریکا د مخکني حکومت د څو جګپوړو چارواکو په ګډون په ۶۱ امریکایي اتباعو د مجاهدین خلق ډلې سره د ملاتړ له کبله بندیزونه لګولي.

د ایران د دولتي مطبوعاتو د راپور پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن او د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شخصي مدافع ویلک روډي جولیاني د هغو کسانو په ډله کې دي چې ایران پرې بندیزونه لګولي.

ویل کیږي چې دې درې دواړو جمهوري غوښتونکو د مجاهدین خلق ډلې په غونډو کې ګډون کړی او د هغوي سره یې د ملاتړ سینه ډبولې.

XS
SM
MD
LG