د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: پر ایران باندي برید به غیر ارادي عواقب ولري


پنیتا: پر ایران باندي برید به غیر ارادي عواقب ولري
پنیتا: پر ایران باندي برید به غیر ارادي عواقب ولري

د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا وايي چې د ایران پرضد نظامي اقدمات کیدای شي چې نا معلومه عواقب ولري. د امریکا غږ خبریال لیوز رمرز د پنتاګون نه ریپوټ راکوي چې ددفاع وزیر دغه خبري نن د پنجشنبې په ورځ وکړې.

د امریکا د دفاع وزیر دغه خبرداری د اټمي انرژۍ د هغه ریپوټ یوه اونۍ وروسته خپرېږي چې په کښي ویل شوي و چې ایران ښايي پټې ازموینې کوي چې اټمي وسلې جوړې کړي.

په یادشوي ریپوټ کې هغه وړاندیزونه هم انعکاس شوي دي چې په اسرایلو کې یې زیات شمیر خلګ لري او وايي چې د ایران پر اټمي وسلو دي مخکي له دېنه چې ناوخته شي برید وشي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې د ریْس ستر جنرال مارتین ډیمپزي سره په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا د ایران پر ضد د نظامي برید په برخه کې خبرداری وکړ.

ښاغلي پنیتا وویل چې هغه د پخواني دفاع وزیر رابرت ګیټس سره موافق دی چې د ایران د اټمي پروګرام پر ضد نظامي برید به ددغه هیواد اټمي پروګرام یوازي ۳ کاله شاته وغورځوي.

ښاغلي پنیتا داسي وویل:،،باید په دې برخه کې له احتیاط نه کار واخیستل شي. د ایران پرضد نظامي اقدام نه یواځي کولای شي چې نامعلومه او غیر ارادي تواقب ولري او ایران د خپل دغه فعالیته پرشا نکړي بلکې کولای شي چې پر سیمې باندي او په سیمه کې پر امریکايی عسکرو باندي اغیزه وکړي.،،

ښاغلي پنیتا وویل چې پرځای یې امریکا او ملګري هیوادونه یې باید پر ایران باندي لا زیات اقتصادي او ډیپلوماتیکي بندیزونه ولګوي چې خپل په چال چلند کې بدلون راولي.

تیره میاشت اسرایلو ته خپل د یوه سفر په ترڅ کې ښاغلي پنیتا د ایران پر ضد د یو اړخیز نظامي برید پرضد خبرداری ورکړ. اسرایل وايي چې که چیري بله لاره نه وه نو د وروستۍ وسیلې په توګه به پر ایران باندي نظامي برید وکړي خو ایران هم ویلي دي چې که چیري برید پر وشو نو په بدل کې به غچ اخلي.

XS
SM
MD
LG