د لاس رسي وړ اتصالات

احمد نژاد لاتینې امریکا ته په ۵ ورځنیز سفر روان شو


Crteža na barikadi u centru Madrida.
Crteža na barikadi u centru Madrida.

د ایران ولسمشر محمد احمدي نژاد نن د یکشنبې په ورځ لاتینې امریکا ته په پنځه ورځنی سفر روان شو. امریکایي مامورینو دغه سفر په ایران باندې د اټمي جنجالي پرگرام په سر د سختو بندیزونوله کبله د دې هیواد وارخطایي وبلله.

ښاغلي احمدی نژاد له لومړی وینزیویلا ته ولاړشي او بیا به نکاراگوا، کیوبا او اکوادور ته ولا ړ شي.

د ایران سرکاري مطبوعاتو د ولسمشر له قوله ویلي دي چې د هغه د سفر موخه دا ده چې د دې څلورو هیوادونود رهبرانوانقلابي روحیه ستایي.

د جمعې په ورځ امریکایی مامورینو دلاتینې امریکا د هیوادونو نه وغوښتل چې د ایران سره خپلې اړیکې ډیرې ژورې نه کړي .

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت نطاقې ویکتوریا نولند وویل د ایران حکومت په ملګرو پسي سخت لټون کوي او هڅه کوي چې نوي دوستان پیدا کړي.

ولسمشر احمدی نژاد به په دې سفر کې د وینزیویلا د ولسمشر هوگوشاویز سره وگوري او دغه راز د نکاراگوا د ولسمشر دانیل اورتیگا د لوړې په مراسموکې به هم گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG