د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي: امریکا غوښتل ایران بې ثباته کړي خو دسیسه یې شنډه شوه


د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وایي متحده ایالاتو غوښتل په ایران کې هغه ډول بې ثباتي جوړه کړي لکه په ۲۰۱۱ کال کې چې د عربو د پاڅون له کبله په یو شمیر عربي او شمالي افریقا په هیوادونو کې راغلې وه.

ښاغلي رئیسي چې جمعه نومبر ۴ یې محصلینو ته وینا کوله وویل چې د ایران ښارونه "خوندي او سالم و" او دا چې متحده ایالات پخپل دسیسې کې ناکام شول.

هغه وویل، "امریکایانو او نورو دښمنانو غوښتل د ایران د بې ثباته کولو لپاره د لیبیا او سوریې په شان پلانونه تطبیق کړي خو هغوي ناکام شول".

پداسې حال کې چې په ایران کې څه باندې ۵۰ ورځې کیږي ولس د یوې پیغلې مهاس امیني تر وژل کیدو وروسته پراخې مظاهرې پیل کړي او لا هم روانې دي خو جمهور رئیس رئیسي پخپلې وینا کې وویل چې "مظاهرې او بلوا توپیر لري" او زیاته یې کړه هغوي چې په ایران کې بې ثباتي پیدا کوي، حساب کتاب به ورسره وشي.

سره لدې چې پدې ولسي مظاهرو کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کره شمیره نده معلومه خو د (HRANA) خبري اژانس ویلي چې د جمعې تر ورځې پدې مظاهرو کې ۳۱۴ تنه وژل شوي چې ۴۷ یې کمکیان و.

دې خبري اژانس همدرانګه د ایران د امنیتي ځواکونو د ۳۸ غړیو د وژل کیدو خبر هم ورکړی. د ایران امنیتي ځواکونو د همدې مظاهرو په لړ کې ۱۴۱۷۰ تنه نیولي او بندیان کړیدي.

تر ټولو ډیر کسان د ایران د سیستان-بلوچستان په ولایت کې وژل شوي چې ډیری اوسیدونکي یې سني مذهبه مسلمانان دي.

د همدې ولایت یو جګپوړي مذهبي مشر مولوي عبدالحمید مطبوعاتو ته ویلي چې د ایران د نورو ښارونو په پرتله امنیتي ځواکونو پدې ولایت کې د مظاهره چیانو سره زشت چلند کړی.

دې مذهبي مشر په یوې اعلامیې کې ویلي، " آیا د شعار ورکولو او کاڼو وارلو ځواب باید په مخامخ ډزو ورکړل شي؟ ولې پدې ولایت کې مظاهره چیان په بې رحمه توګه وژل کیږي؟"

د ایران دا سیمه د افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري.

د مظاهرو له کبله د ایران پولي واحد (ریال) دومره بې ارزښته شوی چې په تاریخ کې ساری نلري.

یو ویب سایټ چې په نړۍ کې د اسعارو قیمت څاري ویلي چې د شنبې په ورځ یو امریکایي ډالر په ۳۶۲۱۰۰ ریالو تبادله کیده.

XS
SM
MD
LG