د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي: منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو شتون د سیمې امنیت ته مزاحمت کوي


د ایران جمهور رئیس په تهران کې د عراق د جمهور رئیس سره وکتل.
د ایران جمهور رئیس په تهران کې د عراق د جمهور رئیس سره وکتل.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په شتون انتقاد وکړ او ویې ویل چې ګټور ندی.


رئیسي چې د عراق د جمهور رئیس عبدالطیف رشید سره یې په ګډ خبري کنفرانس کې په تهران کې خبرې کولې وویل چي په سیمې کې د بهرنیو ځواکونو او بهرنیانو شتون ګټور نه بولي. هغه زیاته کړه، " د متحده ایالاتو شتون د سیمې امنیت ته مزاحمت کوي".

د ایران جمهور رئیس همدارنګه وویل چې د عراق سره یې اړیکې د مشترکو ګټو له مخې دي او دا چې متحده ایالات سره د سیمې د هیوادونو نه بلکې د خپلو ګټو غم دی.

په عراق او سوریه کې امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې یو ځل بیا وروسته تر هغه دیره شول چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پدې دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر سیمې ونیولې.

امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ غیر محاربوي ځواکونه لري چې د دې هیواد امنیتي ځواکونه روزي او سلا مشورې ورکوي.

همدارنګه شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتیري د سوریې په شمال ختیځ کې هغو سیمو کې پراته دي چې کنټرول یې د کردانو په لاس کې دی او د داعش په خلاف جګړې کې د همدې ملیشو ملاتړ کوي. متحده ایالات همدارنګه په بحرین کې د بحري ځواکونو یوه قطع لري.

سره لدې چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې عراق او ایران اته کاله د یو بل پر ضد وجنګیدل خو د ۲۰۰۳ کال راپدیخوا چې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په یرغل کې د صدام حسین رژیم ړنګ شو، د بغداد او تهران اړیکې هم تودې شويدي.

عراق د ایران د اقتصاد لپاره، چې د غربي هیوادونو د سختو اقتصادي بندیزونو لاندې دی، حیاتي نقش ادا کړی. د ایران څخه عراق ته ګاز، برښنا او نور ضروري شیان واردیږي.

د ایران جمهور رئیس په خبري کنفرانس کې د دواړو هیوادونو تر منځ په امنیتي همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اوبو او برېښنا د زیربناو په برخې کې به هم دواړه هیوادونه همکاري ولري.

د عراق جمهور رئیس د ایراني چارواکو سره په لیدنو کې پدې هیواد کې د امریکایي ځواکونو په شتون تبصره نده کړې. امریکايي ځواکونه وايي هلته یې د ترهګرۍ د ځپلو او د هغوی سره په مبارزې کې له ځايي ځواکونو سره د مرستې لپاره عسکر دېره کړي دي.

XS
SM
MD
LG