د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي: د امریکا د بندیزونو سره سره د تیلو صادرات مو دوه چنده ډیر شوي


د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د هیواد د سرکاري تلویزیون سره دوشنبه مې ۹ (غوایي۱۹) په مرکې وویل چې د اګست د میاشتې راپدیخوا چې دی واک ته رسیدلی د تیلو صادارت پداسې حال کې دوه چنده ډیر شوي چې متحده ایالاتو پرې درانه اقتصادي بندیزونه لګولي.

ښاغلي رئیسي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي او یا د صادر شویو تیلو اندازه په ډاګه کړي، ادعا وکړله چې د تیلو پلور یې دوه چنده ډیر شوی او زیاته یې کړه، "مونږ د تیلو د پلور په هکله اندیښنه نلرو".

د ایران جمهور رئیس پداسې حال کې د تیلو د صادراتو د ډیروالي ادعا کوي چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله نړیوال بازارونه کوښښ کوي د غربي هیوادونو د بندیزونو څخه د بچ کیدو په خاطر د روسیې د تیلو د بدیل لارې چارې ولټوي.

د روسیې او ایران خام تیل د نړۍ په بازارونو کې تقریباً یو مقام لري خو دا چې په اوکراین د یرغل نه وروسته یو شمیر غربي هیوادونو د روسیې د تیلو په وارداتو بندیز ولګاوه، په ګڼ شمیر هیوادونو کې د تیلو بیې دومره لوړې شوې چې د عامو خلکو د شکایتونو سبب شوې.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې د متحده ایالاتو د بندیزونو باوجود دا هیواد د پخوا په پرتله د ملیاردونو ډالرو په ارزښت خام تیل پلوري خو دا نه وایي چې دا تیل په کوم هیواد یا هیوادونو پلوري.

د ایران مرکزي بانک د همدې روان ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې اعلان وکړ چې د هجري لمریز کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې د ۱۸.۶ ملیارد ډالرو په ارزښت تیل پلورلي پداسې حال کې چې تیر کال په همدې مودې کې ایران یوازې ۸.۵ ملیادردو ډالرو تیل خرڅ کړي و.

سره لدې چې ایراني چارواکي په عامه توګه دا نه وایي چې خام تیل یې کوم هیوادونو ته ځي خو داسې ګمان شته چې ډیری دا تیل چین او یوه برخه یې ونزویلا ته هم صادریږي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څه باندې ۴ کاله وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې اتومي موافقې څخه خپل هیواد وویست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

پدې بندیزونو کې د ایران د تیلو سکټور هم شامل و چې ددې هیواد د اقتصاد یوه اصلي سرچینه ده.

د ښاغلي ټرمپ د دې اقدام له کبله د ایران د خامو تیلو صادارت ځمکې ته راولویدل او د تیلو نړیوالو شرکتونو چې د تهران سره یې د تیلو تړونونه کړي و، فسخ یې کړل. دې کار د ایران اقتصاد سخت کمزوری کړ.

XS
SM
MD
LG