د ایران روحانې مشر آیت الله خامنه یي وایي د متحده ایالاتو سره هر ډول مذاکره به یوازې، د اتوممي موافقې په چوکات کې، د اتومي پروگرام په اړه وي.
په هغې اعلامیې کې چې نن د ښاغلي خامنه یي په انترنتي پاڼه کې خپره شوې ده، په کې ویل شوي چې " مونږ د متحده ایالاتو سره د خبرو موضوع په مشخصه توگه یوازې د اتومي چارو په برخه کې تایید کړې ده. په نورو موضؤعگانو مو خبرې ندې تایید کړي او د متحده ایالاتو سره به د مذاکراتو اجازه هم ورنه کړو."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په کانګرس کې د څلویښتو نه زیات ډیموکرات سناتوران ددې موافقې ملاتړ ته یو ځای ودرېدل چې په سنا کې ورباندې د رایې اچونې د مخنیوي دپاره مهمه لاسته راوړنه گڼل کیږي.
د ایران پر موافقه رایه اچونه
سناتورانو د سه شنبې په ورځ د کانگرس د یوې میاشتنۍ رخصتۍ نه وروسته بیرته د مهمو موضوعگانو په اړه د پریکړو دپاره خپلو دندو ته ستانه شول.
د جمهوري غوښتونکي گوند کلکو منتقدینو هم دا منلې چې دوی د موافقې د مخنیوي د پاره پوره رایې نلري. د استازو په مجلس کې دا مخالفت تضمین شوی دی خو د مشرانو په جرگې کې داسې نده، هلته ښایي پر دې مسلې د نهایي رایي اچونی دپاره لاره هواره نشي.
جمهور رئیس به اوس دې ته اړ نشي چې د خپل ویتو حق وکاروي.
دیموکرات سناتورو هري رید وايي"په سنا کې د مهمو مسایلو دپاره لږ تر لږه ۶۰ رایو ته اړتیا ده."
دیموکراتان د پنځمې برخې څخه د دریو برخو اکثریت ملاتړ ته اړتیا لري چې دا موافقه تصویب شي.
جمهوري غوښتونکی سناتور مچ مکانلد بیا داسې نظر لري " سنا مجلس باید د طرزالعمل د ابهاماتو تر شا پټ نه شي. زه پر هر سناتور غږ کوم چې د وروستۍ رای گیرۍ دممانعت د هڅو په وړاندې مقاومت نه لاس وانخلي او د امریکا د ملت او د کانگرس د نظر څرگندولو او اواز د اوچتولو له حق څخه انکار ونشي."
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیست بیا په دې اړه وویل "مونږ اوس دا تمه کوو چې د کانگرس دا غړي چې ددې موافقې ملاتړ کوي په کانگرس کې لازمی گامونه پورته کړي چې د کانگرس له خوانه ددې موافقې د تضعیف مخنیوی وشي."
په کانگرس کې چې هره پایله وي واشنگتن به بیا هم د ایران د اتومي پروگرام په اړه د تودو مباحثو ځای وي.
کاندیدان او دایران اتومي موافقه
دا مسله به د جمهوري ریاست دپاره د نوماندانو په مباحثؤ کې هم وارزول شي.
کاندید، ډونلد ترمپ به د خپل گوند د بل غړي د تکساس د ایالت سناتور، تدکروز او نورو محافظه کارو شخصیتونو سره یو ځای د کانگرس په مخکې د ایران سره د اتومي موافقې په خلاف لاریون کې برخه واخیسته.
بل پلو به د ډیموکرات گوند کاندیده میرمن هیلري کلنټن د بروکنگز په اسنتیوت کې د ایران د اتومي پروگرام په ملاتړ وینا وکړي.
د ایران د اتومي موافقې په سر دا اختلاف د امریکا د دواړو گوندونو ترمنځ د لوي درز څرگندوی دی.
دا هغه موافقه ده چې د جمهوري غوښتونکو ټولو کاندیدانو له خوا رد شوی ده خو د اکثر دیموکراتو کاندیدانو له خوا یې ملاتړ شوی دی.