د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو سازمان ایران ته: د بیان آزادۍ او سوله ایز لاریون حق ته درناوی وکړئ


ایرانۍ خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مسیح علي نژاد د ایران د پولیسو په بند کې د وژل شوې مهسا امیني تصویر ښيي.
ایرانۍ خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مسیح علي نژاد د ایران د پولیسو په بند کې د وژل شوې مهسا امیني تصویر ښيي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان جګپوړه چارواکو د سه شنبې په ورځ ۲۷ سپتمبر (تلې پنځمه) د ایران پر حکومت غږ وکړ چې "د خلکو د بیان، مفکورې او په سوله ایزه توګه د د غونډو ازادۍ ته بشپړ درناوی" وکړي.

د ایران د پولیسو په بند کې د یوې ځوانې ایرانۍ مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې دا دوهمه اونۍ ده چې په دغه هېواد کې پراخې مظاهرې روانې دي.

د ایران دولتي رسنیو او ټولنیزو شبکو وښودله چې د سه شنبې په ورځ د ایران په لسګونو ښارونو کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي.

د ایران پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو دپاره اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړی او پر هغوی یې ډزې کړي دي. راپورونه وايي، د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر مخ په لوړه روان دی خو بیا هم په دغه هېواد کې مظاهرو زور اخیستی دی.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې مظاهره کوونکي په خپلو شعارونو کې د ایران د اخوندي رژیم نسکورول غواړي.

په دې تړاو په نړیواله سطحه هم مظاهرې روانې دي. له تیرې اونۍ راهیسې، د امریکا او اروپا په ګڼو ښارونو او سوریه کې مظاهرې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د ایران پولیسو په غیرقانوني ډول له اندازې زیات زور کارولی، پر مظاهره کوونکو یې مخامخ ډزې کړي دي، په لسګونو کسان یې وژلي او په سلګونو نور ېې ژوبل کړي دي.

په امریکا کې مېشته ایرانۍ خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مسیح علي نژاد وايي، دغه لاریونونه په ایران کې "د بدلون پیلامه" ده.

مېرمن علي نژاد د رویټرز خبري آژانس ته وویل: "اوس مهال د میلیونونو ایرانیانو لپاره، د مهسا امیني وحشیانه مړینه د بدلون پیلامه ده. اسلامي جمهوریت د مهسا امیني د وژنې له امله ټکان خوړلی دی ځکه چې اجباري حجاب یوازې یوه کوچنۍ تکه نه ده، دا د برلین د دیوال په څیر دی. او که ایرانۍ مېرمنې ددې دیوال په ړنګولو وتوانیږي نو دا به اسلامي جمهوریت ته د پای ټکی وي."

د ایران دولتي رسنیو مظاهره چیان "منافقان، فسادکوونکي، غله او فتنه ګر" بللي او ویلي یې دي چې په ډیرو ښارونو کې پولیسو له هغوی سره نښتې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې په ایراني ښارونو کې مظاهره کوونکي د "ښځه، ژوند، آزادي" شعارونه ورکوي او ځينې ښځې خپل د سر وېښته پرې کوي او خپلو څادرونو ته اور اچوي.

د امریکا د ټنیسي ایالت د چټنوګا پوهنتون د حقوقو پروفیسر سعید ګلکار وايي، د ایران ملاتړ باید په همهغه څېر وشي چې د اوکراین ملاتړ کیږي.

ښاغلي ګلکار وویل: "ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه هغه خلک چې په دیموکراټیکو ټولنو کې ژوند کوي، باید په یاد ولري چې موږ په یوه جګړه کې جنګیږو. دا د استبداد په وړاندې د لیبرالیزم او لیبرال ډیموکراسۍ مبارزه ده. ایرانیان د دې جګړې برخه دي، تاسو دوی یوازې مه پریږدئ، تاسو باید د دوی ملاتړ په همهغه څېر وکړئ چې د اوکراین ملاتړ کوئ."

چارواکي وايي، په ایران کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د پولیسو او حکومتي ملېشو په ګډون تر اوسه ۴۱ تنه وژل شوي دي. خو په ایران کې د بشري حقونو د ملاتړ ډلې د وژل شویو کسانو اصلې شمېر تر دې ډېر زیات ګڼي.

XS
SM
MD
LG