د لاس رسي وړ اتصالات

څار ډله: ایران افغان ماشومان مذهبي جنګ ته استوي


د بشري حقونو څار ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه لاس په کار شي
د بشري حقونو څار ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه لاس په کار شي

د بشري‌ حقونو د څار ډلې ایران تورن کړ چې افغان کډوال ماشومان سوریې ته د مذهبي جنګ لپاره استوي.

د څار ډلې په نوي راپور کې ویل شوي چې د ایران د انقلابي ګارد ساتونکي د دغو ماشومانو د ګمارنې دنده په غاړه لري. په راپور کې راغلي‌ چې له ۱۴ کلونو څخه کم عمره افغان کډوال جلبیږي،‌ روزل کیږي‌ او بیا ‌ د فاطمیون لوا تر چتر لاندې سوریې ته استول کیږي‌ چې د بشار الاسد د حکومت په ننګه وجنګیږي. ‌

د منځني ختیځ لپاره د بشري‌ حقونو د څار ډلې، د بشري حقونو د برخې مشرې سارا لیه وایټسن له ایران څخه په کلکه وغوښتل چې د سوریې جنګ ته د افغان ماشومانو ګمارل ودروي‌ او جنګ ته استول شوي‌ افغانان بېرته راوبولي.

دغه ډله وايي‌ په ایران کې په یوې هدیرې کې یې د اتو افغان ماشومانو په شناختې لیکل شوې چې دوې په سوریې کې جنګېدلي‌ او وژل شو‌ي دي،‌ پر قبرونو یې تصویرونه هم ځړېدلي‌ دي.

ایراني مطبوعاتو هم په دا ډول ځينو پېښو راپورونه خپاره کړ‌ي دي‌. مېرمن وایسټن وویل چې ایران باید د ماشومانو ټول حقونه وساتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۵ کال کې ویلي‌ وو چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان په ایران کې کډوال دي، په دوې کې یې ډېر د اوسېدو قانوني‌ اسناد نلري.

د بشري‌ حقونو ډلې مخکې ویلي وو چې یو شمېر افغان کډوال په رضاکارانه ډول سوریې ته د جنګ لپاره ځي‌ چې په ایران کې د اوسېدو قانوني‌ اسناد ترلاسه کړي.

د ایران د تسنیم په نامه خبري اژانس وايي چې د فاطمیون لوا شاوخوا ۱۴۰۰۰ جګړه ماران لري. د بشري حقونو د څار ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه تحقیق وکړي‌ او د موجوده اسنادو په اساس دې د ایران د انقلابي ګارد ساتونکي‌ دې د ماشومانو د حقونو د سرغړوونکو په لست کې ور اضافه کړي.

افغان حکومت تراوسه د بشري‌ حقونو د څار ډلې د دغه راپور په اړه څه نه دي‌ ویلي،‌ خو مخکې یې ویلي‌ وو چې دا ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

XS
SM
MD
LG