د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو ډګروال وژل شوی


iran
iran

د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه وایي یو ډګروال یې یکشنبه مې ۲۱(غبرګولی۱) په تهران کې د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتل شوی او وژل شویدی .

سپاه پاسداران انقلاب ویلي دا ترور هغو برید کوونکی کړی چې متحده ایالاتو او متحدینو سره یې تړاو لري.

د ایران د اتومي ساینس پوه محسن فخریزاده تر وژل کیدو وروسته د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دا ډګروال صیاد خدایي تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې په تهران کې وژل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سپاه پاسداران انقلاب قل اردو یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د "نړیوال تکبر" اړوند عناصر د دې "ترهګریز عمل" مسؤل دي چې اشاره یې متحده ایالاتو او متحدینو ته ده.

ایران ویلي و چې د ساینس پوه فخریزاده په موټر د برید اصلي طراح اسرائیل و.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې پدې نظامي قوماندان برید دوو وسله والو کړی چې په موټر سایکل سپاره و.

د ایران په سرکاري خبري تلویزیون کې ویل شوي چې وژل شوی ډګروال په سوریه کې مشهور و خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

د ایران د سرکاري خبري اژانس ارنا په راپور کې ویل شوي چې پدې نظامي چارواکي ۵ ډزې په محلي د ماسپښین په شاوخوا ۴ بجو پداسې حال کې شوي چې هغه کور ته روان و.

ایران چې اکثریت وګړي یې شعیه ګان دي د عراق په اوسني نظام کې ډیر نفوذ لري او د بهرنیو هیوادونو رضاکارانو ته د روزنې لپاره یې خپل نظامي سلاکاران هم دې هیواد ته لیږلي دي.

د ایران د قدس ځواکونو مشهور جنرال قاسم سلیماني هم چې عراق ته په سفر تللی و د بغداد هوایي ډګر سره نږدې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې ووژل شو.

قدس د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د بهرنیو عملیاتو څانګه ده.

ایراني چارواکو ویلي و چې په "مناسب" وخت کې به د دې ساینس پوه قاتلینو ته ځواب ووایي.

په هغه وخت کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني پخپلو خبرو کې وویل، " د نړیوال غرور او د سهیونستانو اجیرانو ناولي لاسونه یو ځل بیا د ایران د یو بچي په وینو سره شول". ایراني چارواکي د سهیونیست اصطلاح اسرائیل ته کار وي.

خو پخپله اسرائیل تر اوسه د دې ایراني ساینسپوه د وژل کیدو په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې. د اسرائیل د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وییلي چې دا وزارت په بهرنیو هیوادونو کې د امنیتي ماموریتونو په هکله تبصره نکوي.

XS
SM
MD
LG