د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له روسیې سره د انرژۍ همکاري پراخوي


حسن روحاني او ولادیمیر پوتین په ٢٠١٦ کې سره هم کتلي وو
حسن روحاني او ولادیمیر پوتین په ٢٠١٦ کې سره هم کتلي وو

روسیي د ایران د انرژۍ په سکتور کې سترو پانګونو ته ملا تړلې ده او ایران یې هرکلی کړی.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د دوشنبې په ورځ وویل چې تهران د ایران د گازو او تیلو په زیرمو کې د روسیې د پانگونو هرکلی کوي.

ښاغلي روحاني روسیې ته له تگ دمخه د تهران د مهرآباد په هوایي ډگر کې خبریالانو ته وویل "د ایران د انرژۍ په سکتور کې د روسیې پانگونو ته ستره زمینه شته".

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې د ایران د گازو او تیلو د یو شمیر زیرمو په اړه د روسي کمپنیو سره خبرې شوي دي چې د هغه په وینا "د انرژۍ په برخه کې د همکاریو سترې پرمختیاوی به رامنځ ته شي".

روسیه په منځني ختیځ کې په ځانگړې توگه د سوریې په اړوند د ایران سره نژدې همکاري لري او دواړه هیوادونو د جمهور رئیس بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.

روسیه همداشان د اوږدې مودې راهیسې د ایران سره پوځي همکاري لري او د ایران د اټومي انرژۍ په برخه کې هم مسکو زیاته همکاري کړې ده.

د روسیې او ایران تر منځ د همکاریو لاپراخیدل پداسې حال کې کیږي چې د امریکا نوی ولسمشر دونالد ټرمپ پر ایران باندې د لانورو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG