د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یو پلاوی سعودي عربستان ته سفر کوي 


د ایران او سعودي عربستان روابط
د ایران او سعودي عربستان روابط

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه اپریل نهمه (وري۲۰) وویل چې یو پلاوی یې د را روانې جمعې په ورځ ریاض ته سفر کوي چې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پیل کړي.

د سعودي‌ عربستان یو دپلوماتیک هیئت تېره ورځ تهران ته تللی و چې هلته خپل سفارتي او کونسلي چارې بیا له سره پیل کړي.

د ایران د بهرنیو وزارت مرستیال عليرضا عنایتي په یوې تلویزوني مرکې کې وویل: «تمه ده چې یو پلاوی مو سعودي‌عربستان ته ولاړ شي. دوه جلا پلاوي به ریاض او جدي ته ځي.»

دا پرمختګونه له هغه وروسته وشول چې د چین په منځګړتوب دواړو هېوادونو د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو تړون لاسلیک کړ او څو ورځې مخکې یې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه.

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې اعلامیې کې ژمنه کړې ده چې په منځني ختیځ کې به د سولې او ثبات د راوړلو هلې ځلې کوي.

سعودي‌عربستان په ۲۰۱۶ کال کې یو شیعه عالم، د حکومت په ضد د څرګندونو او ځینو نورو ورانکاریو په تور اعدام کړ، په ایران کې خلکو د دغه اعدام د غندنې لپاره مظاهرې وکړې او د سعودي عربستان په سفارت او کونسلګریو یې بریدونه وکړل. سعودي عربستان هم خپل دپلوماتیک ماموریت په ایران کې وتړه.

په منځني ختیځ کې دا دوه هېوادونه همدغه راز د یمن د جګړې په اړه هم مختلف دریځونه لري. ریاض د یمن د حکومت او تهران د حوثي شیعه یاغیانو د ډلې ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG