د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بندیانو د تبادلې په اړه ایران په درواغ ویلو تورن کړ


د ایران د اوین زندان
د ایران د اوین زندان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نن یکشنبه مارچ ۱۲ (کب۲۱) وویل چې له متحدو ایالتونو سره د بندیانو د تبادلې لپاره ټول چمتوالي نیول شوي دي، خو واشنګټن دا خبر «ظالمانه درواغ» بللي دي.

حسین امیر د ایران دولتي رسنۍ ایرن ته وویل: «موږ په دې وروستیو ورځو کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه یو موافقې ته ورسېدو.» هغه وویل چې دا موافقه «په غیر مستقیم ډول تېرکال لاسلیک شوې» وه او «امریکايي لوری خپل وروستي ترتیبات» نیسي.

هغه زیاته کړه: «زموږ په نظر، هر څه چمتو دي. که په امریکايي لوري کې هر څه سم پر مخ ولاړ شي، فکر کوم په لنډ وخت کې به د بندیانو تبادله ووینو.»

فرانس پرس وايي چې د امریکا حکومت د ایران د دغه دپلومات خبرې «ظالمانه درواغ» بللي دي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل: «دا یو بل ظالمانه درواغ دي چې د بندیانو د کورنیو کړاو نور هم زیاتوي.»

د ایران د قضايي ځواک او د امریکا چارو وزارت په وینا په ایران کې درې امریکایي اتباع بندیان دي. نډ پرایس وویل: «موږ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو چې په ایران کې په ناحقه درې بندي امریکایان په خوندي ډول خوشې کړو.»

د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې ایراني رسنیو وویل چې تهران او واشګنټن د بندیانو په تبادلې موافقه کړې چې په کې د ایران د ګنګل شویو زیرمو ازادول هم شامل دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه کومه تبصره ونکړه.

د راپورونو په اساس په ایران کې دا مهال شاوخوا ۱۶ تنه هغه کسان بندیان دي چې دوه ګوني تابعیتونه لري. ایران د خپلو خلکو دویم تابعیت نه مني. ایراني مقاماتو دا ادعا هم کړې ده چې لسګونه امریکایان ورسره بندیان دي.

په ۲۰۱۹ کې د بندیانو په تبادله کې د ایران حکومت یو چینايي-امریکايي عالم، چې د جاسوسۍ په تور دوه کاله بندي و، خوشې کړ. هغه وخت ایران ویلي وچې امریکا کې ۲۰ ایرانیان بندیان دي.

واشنګټن او تهران په ۲۰۱۸ کې هم بندیان تبادله کړل، ایران د خپل یو محقق مسعود سلیماني چې پر ایران د لګولو شویو بندیزونو څخه په سرغړونې تورن و، له یو امریکایي زده کوونکي ژیو وانګ سره چې درې کاله په ایران کې بندي و، تبادله کړ.

XS
SM
MD
LG