د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: مهسا امیني د وهل کیدو نه بلکې د ناروغۍ له کبله مړه شوې


په ایران کې چارواکي وایي د پولیسو په قید کې د مړې شوې پیغلې مهسا امیني په هکله په پلټنو کې معلومه شوه چې هغه د وهل ډبول کیدو له کبله نه بلکې د بیمارۍ له کبله مړه شوې.

د ایران د عدلي طب سازمان جمعه اکټوبر ۷ (تلې۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا ۲۲ کلنه نجلۍ په سر یا د بدن په مهمو غړیو د ضربو له کبله نه بکلې د هغه عملیات سره د تړلې درده مړه شوې چې په مغزو کې د غوټې په خاطر یې پخوا کړی و.

خو بل پلو بیا د امیني مور او پلار ټینګار کوي چې لور یې هیڅ ډول ناروغي نه درلوده او د ایران د اخلاقي امنیت پولیسو پر ضد یې شکایت هم کړی.

په عراق کې د میرمن امنیتي یو خپلوان هم د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې پولیسو مهسا ته په سر سخت ګوزار ورکړی و او له همدې کبله هغه مړه شوه.


مهسا امنیتي چې اصلاً د ایران د کردستان اوسیدونکې وه تیره میاشت په تهران کې د اخلاقي امنیت پولیسو ونیوله چې وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او همالته یې سا ورکړه.

د امنیتي تر وژل کیدو وروسته دننه په ایران او د ایران څخه بهر داسې پراخې ولسې مظاهرې پيل شوې چې پدې هیواد کې دا درې کاله کیږي ساری نلري.

پولیسو او امنیتي ځواکونو همدارنګه ګڼ شمیر مظاهره چیان نیولی او د بشري حقونو د ځینو ادارو د معلوماتو له مخې تر ۱۰۰ ډیر مظاهره چیان وژل شوي هم دي.
خو د امنیتي ځواکونو لخوا د قوې څخه د کار اخیستو سر بیره، په ایران کې ۲۲ مه شپه ده چې خلک مظاهرې کوي.

مظاهره چیان اوس کوښښ کوي چې د نیول کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر خپل هویټ پټ وساتي او په ویډیوګانې کې خپل مخونه تتوي او د مرګ دې وي پر دیکتاتور شعارونه ورکوي چې هدف یې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي دی.
د فرانس پریس خبري اژانس ته داسې ویډیوګانې هم رسیدلي چې میرمنې د خپلو کورونو د برنډو څخه د "میرمن، ژوند او آزادي" شعارونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG