د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، د ناقانونه افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او د سږکال مارچ میاشتې راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ، د اګست ۱۰مه، ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان د ایران له جګړې وروسته هم نه دی درول شوی.
ویاند همدارنګه ویلي چې ځینې افغان کډوال په خپله خوښه او ځینې نور د قضايي حکمونو له مخې له ایران څخه وتلي دي. نوموړي وویل چې د روان کال له پیل راهیسې، څه باندې ۲۰۰ زره افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.
په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان تېر کال په ایران کې د بهرنیو او دوهتابعیت لرونکو وګړو د خپلسري نیونو او د افغان کډوالو د جبري ایستلو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورورکوونکې، مای ساتو، هم ویلي وو چې ایران د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ نیمو میاشتو کې له یو نیم میلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د اعدامونو وروستۍ څپه، چې یو شمېر افغانان هم پکې اعدام شوي، په کلکه غندلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې واشنګټن «د سیاسي ځپلو د یوې وسیلې په توګه د ایران د رژیم لخوا د اعدامونو کارول» په کلکه غندي او په ایران کې د سیاسي بندیانو او هغو کسانو د «سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کېدو» غوښتنه کوي چې په ناحقه نیول شوي دي.
په ګاونډیو هېوادونو کې له کلونو اوسېدو وروسته افغانستان ته بېرته ستنېدل د ډېرو افغان کډوالو لپاره د ستونزو پای نه دی. کار موندل، د ورځني ژوند لګښتونه برابرول او له سره د ژوند پیل هغه مهمې ننګونې دي چې یو شمېر بېرته ستانه شوي افغانان ورسره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اپرېل پورې ۵.۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي چې د پام وړ شمېر یې په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.
د افغان کډوالو پراخه راستنېدنه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان له وړاندې له اقتصادي ستونزو او د کار له محدودو فرصتونو سره مخ دی.
نړیوال بانک د تېر کال په اپرېل کې په خپله ارزونه کې ویلي وو چې بېوزلي، د خوړو نه خوندیتوب او بېکاري لا هم د افغانستان له اساسي اقتصادي ننګونو څخه دي. د بانک په وینا، د ښځو پر اقتصادي مشارکت محدودیتونو هم د هېواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.
فورم \ دبحث خونه