د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو سویډنی د جاسوسۍ په تور نیولی دی


د تسنیم، خبري اژانس ویلي چې سویډنی تبعه د ایران نه د وتلو پر وخت نیول شوی دی
د تسنیم، خبري اژانس ویلي چې سویډنی تبعه د ایران نه د وتلو پر وخت نیول شوی دی

ایران د جولای په ۳۰مه (زمري ۸) وویل چې یو سویډنی تبعه یې په دغه هېواد کې د جاسوسۍ په تور نیولی، خو د تورن کس د هویت او د نیول کېدو د نېټې په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

د ایران د استخباراتو وزارت وویل چې دې وزارت "د سویډن د شاهي دولت یو تبعه د جاسوسۍ په شک نیولی دی."

د تهران او ستاکهولم ترمنځ د ډیپلوماتیکو کړکیچونو په ترڅ کې ددغه سویډني نیول وروسته له هغه اعلان شول چې د سویډن یوې محکمې د ایران د اسلامي جمهوریت له لورې د ۱۹۸۸ کال کې د ډله ایزو اعدامونو په تړاو د ایران د زندان یو پخوانی چارواکی د «جنګي جرمونو» په تور په عمري بند محکوم کړ.

تر دې مخکې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د مې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د دغه هېواد یو تبعه چې شاوخوا ۳۰ کاله عمر لري، په ایران کې نیول شوی دی.

خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا د ایراني چارواکو دا اعلان د هغه کس په اړه دی چې د می په میاشت کې نیول شوی و او که د سویډن کوم بل تبعه دی.

د ایران د استخباراتو د وزارت د اعلامیې له مخې: "دغه شکمن کس په خپلو ټولو پخوانیو سفرونو کې ...له یو شمیر اروپایی او غیر اروپایی مشکوکو کسانو سره چې د ایران تر څارنې لاندې وو، تماسونه نیولی وو."

ایراني مقاماتو ویلي دي چې دغه شکمن شخص څو میاشتې وړاندې وروسته له هغې دوهم ځل ایران ته راغلی چې «یو بل اروپایي جاسوس» له دې هیواد څخه د وتلو په حال کې نیول شوی او له هغه وخت راهیسې په توقیف کې دی.

د ایران د استخباراتو وزارت همداشان ویلي دي چې دغه شکمن شخص ایران ته تر سفر مخکې له اسرائیل ته سفر کړی و چې د ایران سخت دښمن بلل کیږي.

د ایران استخباراتو ادعا کړې چې سویډن د اسرائیل لپاره د څو "نیابتي جاسوسانو" ملاتړ کړی، چې د هغې جملې څخه یې د ایراني الاصله څیړونکی احمد رضا جلالي چې په اسلامي جمهوریت کې په اعدام محکوم شوی و ملاتړ کړی دی.

جلالي وروسته له هغه په ۲۰۱۷ کال کې په اعدام محکوم شو، چې د ایراني مقاماتو په وینا هغه د دوو ایراني اټومي ساینس پوهانو په اړه د اسرائیل جاسوسي ادارې موساد ته معلومات ورکړي وو او دا معلومات د ایراني د اتومي ساینس پوهانو د وژلو لامل شول.

په ایران کې د اعدام د حکم څخه یو کال وروسته د سویډن حکومت جلالي ته د هغه هېواد تابعیت ورکړ.

د جلالي دوسیه په ستاکهولم کې د ایران د قضائیه قوې د یو پخوانی مقام حمید نوري د محاکمې سره جوخت پر مخ بیول کیږي چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې په ایران کې د بندیانو د وژلو په جرم په جنګي جرمونو تورن دی.

د سویډن یوې محکمې نوري ته د روان کال د جولای په ۱۴مه د عمر بند سزا واوروله، خو ایران دا سزا "سیاسي" وبلله او د نوري د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د دې قضیې له امله د دغو دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې او د سویډن د محکمې له پرېکړې یوه اونۍ وروسته ایران له هغه هېواده خپل سفیر د مشورې لپاره ورغوښتی و.

XS
SM
MD
LG