د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د نړۍ سره په اتومي خبرو کې جدي یو


په ویانا کې په خبرو کې متحده ایالات په غیرې مستقیمه توګه برخه لري ځکه ایران نه غواړي چې مخامخ د امریکا سره وغږیږي.
په ویانا کې په خبرو کې متحده ایالات په غیرې مستقیمه توګه برخه لري ځکه ایران نه غواړي چې مخامخ د امریکا سره وغږیږي.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وایي د ځواکمنو هیوادونو سره په اتومي خبرو کې جدي دي.

د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس ارنا د راپور له مخې ښاغلي رئیسي ویلي چې په ویانا کې په خبرو کې ایران خپل وړاندیز مذاکره کوونکو ته وړاندې کړې.

د ایران جمهور رئیس زیاته کړه، "که مقابل لوری د بندیزونو په لیرې کولو کې جدي وي، موافقې ته به ورسیږو.مونږ د یو ښه تړون په لټه کې یو".

په ویانا کې په خبرو کې د ایران ستر مرکچي علي باقري کاني هم د جمعې په ورځ د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ایران پخپل هغه دریځ ټینګ ولاړ دی چې تیره اوونۍ یې وړانې کړی.

خو اروپایي او امریکایي چارواکي بیا په ایران تور لګوي چې نوې غوښتنې کوي او د هغه جوړجاړي نه سرغړاونې کوي چې د همدې کال په سر کې پرې کار شوی و.

ویل کیږي چې مذاکره کوونکي د ایران په نوي وړاندیز خبرې اترې کوي خو د وړاندیز ټول جزیات ندي په ډاګه شوي.

د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران، فرانسې، جرمني، بریتانیې، روسیې او چین دپلوماتان پدې غږیږي چې څنګه د ایران اتومي موافقه چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې وه، بیرته احیا او ایران او متحده ایالات پکې ورګډ کړي.

پدې خبرو کې واشنګټن په غیرې مستقیمه توګه برخه لري او اروپایي دیپلوماتان د د ایران او امریکا تر منځ منځګړتوب کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د ایران د موافقې نه ووت او پدې هیواد یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول. ایران د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د غني شویو یورانیمو اندازه ډیره کړله بلکې تر شلو فیصدو پورته د یورانیمو غني کول یې هم پیل کړل.

XS
SM
MD
LG