د لاس رسي وړ اتصالات

ایران بیا د قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخیستلو ګواښ وکړ


د قُدس ځواکونو پخوانی قوماندان قاسم سلیماني تیر کال په عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د قُدس ځواکونو پخوانی قوماندان قاسم سلیماني تیر کال په عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ایران د قضایه قوې مشر خبرداری ورکړی چې د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیماني وژونکي به د "ځمکې پر سر خوندي نه وي".

ابراهیم رئیسي دا خبرداری نن جمعه، جنوري ۱ (مرغومي۱۲) د جنرال سلیماني د مړینې په لومړي تلین کې کړیده.

ښاغلي رئیسي په تهران کې د قاسم سلیماني د لومړي تلین په مراسمو کې وویل چې ان د «امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د عدالت په مقابل کې معافیت» نلري.

د ایران د قضایه قوې مشر پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل چې "هغوي به زمونږ غچ وویني" خو دا یي ونه ویل چي ایران د څه ډول اقدام پلان لري.

جنرال قاسم سلیماني تیر کال د جنوري د میاشتې په ۳مه د عراق پایتخت بغداد سره نږدې د امریکا د بې پیلوتې یا ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

ولسمشر ټرمپ، قاسم سلیماني د نړۍ «اول درجه تروریست» یاد کړ او وویل چې هغه په سیمه کې بي ثباتي غوښتله او له ترهګرو ډلو سره یې لاس لره.

تر دې مخکې په منځني ختیځ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کینت مکنزي ویلي وو چې که ایران د سلیماني په لومړي تلین کې کوم اقدام وکړي، د واشنګټن له ورته عمل سره به مخامخ شي.

ټاکل شوې چې د ایران په یو شمیر نورو ښارونو کې به هم د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان د تلین مراسم ترسره شي.

د جمعې د ورځې د لمانځلو مراسم د تهران په پوهنتون کې جوړ شوي چې د سوریې، عراق، لبنان او یمن استازو هم پکې ګډون کړی و چې ټول یې ایران ملګري هیوادونه دي.

د ایران د قضایه قوې د مشر تر څنګ د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي او نورو ایراني چارواکو هم پخوا خبرداری ورکړی چې د قاسم سلیماني په قتل کې د لاس لرونکو په خلاف به اقدام کیږي.

په همدې حال کې د قاسم سلیماني ځای ناستي اسماعیل قاني وايي چې ښایي ځیني کسان "دننه ستاسو په کور کې وي چې د دې جرم ځواب ووایي."

امریکایي چارواکو تر اوسه د ایران د تازه خبرداریو په هکله څه ندي ویلي خو د امریکا پوځ تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و که ایران د قاسم سلیماني د قتل د لومړني تلین په مناسبت کوم اقدام وکړی، امریکا چمتو ده چې په سیمه کې د خپل ځان او ملګرو هیوادونو دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG