د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ټرمپ ‌د نیولو امر صادر کړی


ولسمشر ټرمپ پر سلیماني د برید کلکه ننګه کړې وه او هغه یې لوی ترهګر ګڼلی و
ولسمشر ټرمپ پر سلیماني د برید کلکه ننګه کړې وه او هغه یې لوی ترهګر ګڼلی و

د ایران دولتي‌ رسنۍ وایي چې د دغه هېواد حکومت د قاسم سلیماني د وژلو په تور د ولسمشر ټرمپ او د ۳۵ نور امریکایي چارواکو د نیولو امر ورکړی دی.

د ایران دولتي اژانس فارس د تهران د څارنوال علی القاصي مهر له خولې راپور ورکړی دی چې د ایران حکومت د انټر پول له پولیسو غوښتي چې د ټرمپ او دغو نورو امریکايانو په نیولو کې مرسته وکړي.

خو انټرپول د ایران دا غوښتنه رد کړې ده. انټرپول په یوې اعلامیې کې چې د هغوی په ویبسایټ کې خپره شوې ده، ویلي چې دوی په سیاسي مسایلو کې مداخله نکوي.

تر دې مخکې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک هم ویلي دي‌ چې انټرپول په داسې سیاسي مسایلو کې مداخله نکوي.

ښاغلي هوک په ریاض کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "زموږ ارزونه دا ده چې انټرپول مداخله نکوي او نه هم د سیاسي مسایلو په اړه سور یادښت (د مطلوب کس د نیولو خبرداری) ورکوي. دا یوه سیاسي مسئله ده، دا د ملي امنیت، نړیوالې سولې او د ثبات سره هېڅ‌ تړاو نلري. دا یو تبلیغاتي اقدام دی چې څوک یې جدي نه ګڼي."

د امریکا یوې بي پیلوټه الوتکې د جنورۍ په میاشت کې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو پخوانی قومندان قاسم سلیماني وواژه. ولسمشر ټرمپ د دغه برید ننګه وکړه او قاسم سلیماني یې د نړۍ لومړی درجه ترهګر وباله.

ښاغلي ټرمپ دا خبره هم وکړه چې سلیماني افغانستان او عراق ته د سړک غاړې ماینونه استول.

امریکا د ایران د قدس ځواک ترهګره ډله بولي او هغه یې د نړیوالو ترهګرو په لست کې شامل کړی دی.

سلیماني په عراق، یمن، سوریه او لبنان کې د شیعه وسله والو ډلو او د هغوی له مشرانو سره نژدې اړیکې لرلې.

امریکا سلیماني پر امریکايي ځواکونو د بریدونو یو لوی طراح یاد کړی و او ویلي وو چې په عراق کې د تېر سپتمبر په ۲۷ نېټه د ایتلاف په مرکز باندې برید هم سلیماني‌ پلان کړی و.

ولسمشر ټرمپ د قاسم سلیماني ‌له وژلو وروسته په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې سلیماني د ایراني مظاهره چیانو په ګډون د میلیونونو انسانانو د وژلو مسول و او باید څو کاله مخکې وژل شوی وای.

XS
SM
MD
LG