د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اعتراضونو په تړاو فعالین او ژورنالستان نیولي 


د ایران دننه او بهر کې مدني فعالانو د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) وویل، ایران د مدني ټولنې د ځپلو په ترڅ کې په داسې حال کې د فعالانو او ژورنالیستانو نیول ګړندي کړي چې په ټول هیواد کې د رژیم ضد لاریونونه روان دي.

په ناروي کې میشت د ایران د بشري حقونو د څار غیر دولتي سازمان ویلي دي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهرو د ځپلو په لړ کې د وژل شویو مظاهره چیانو شمیر ۷۶ تنو ته رسیدلی دی.

په واشنګټن ډي سي میشت د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) ویلي د روانې میاشتې د پیل راهیسې د ایران د اخلاقي امنیت پولیسو له خوا د ۲۲ کلنې مهسا امیني د نیولو او بیا د پولیسو په توقیف کې د هغې د مړینې په وجه په روانو اعتراضونو ۱۸ ژورنالستان زنداني شوي دي.

په بهر کې فارسي ژبو رسنیو راپور ورکړی چې د بیان د آزادۍ مشهور کمپاینر حسین رونقي په ګډون یو شمیر فعالان او وکیلان هم نیول شوی دي.

دغه نیونې د انټرنیټ د سختو محدودیتونو او د انسټاګرام او واټس اپ په ګډون د سایټونو د بندولو سره یو ځای ترسره شوي کوم چې فعالین وايي هدف یې بهرنۍ نړۍ ته د لاریونونو د جزییاتو د خپریدو مخنیوی دی.

د بې سرحده خبریالانو سازمان (RSF) په یوه اعلامیه کې ویلي چې واټس اپ او انسټاګرام ته د لاسرسي د محدودولو وروسته د ژورنالیستانو په نښه کولو سره "ایراني چارواکي یو څرګند پیغام لیږي چې باید د لاریونونو پوښښ ونه شي."

رونقي، چې د ایران د اسلامي رهبرۍ سخت منتقد دی او واشنګټن پوسټ ته یې هم لیکنې کړي، د تیرې اونۍ په پای کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي کله چې اجنټان د هغه د نیولو لپآره راغلل خو له خپل کور څخه په تېښته یې د نیول کیدو څخه ځان بچ کړ.

خو په لندن کې میشت ایران انټرنیشنل رسنۍ ویلي چې امنیتي ځواکونو ښاغلی رونقي د شنبې په ورځ له خپلو دواړو وکیلانو سره یو ځای ونیول او زیاته کړې یې ده چې هغه له زندان څخه خپلې کورنۍ ته ویلي چې په توقیف کې وهل شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې CPJ په وینا، د نیول شویو ۱۸ خبریالانو په منځ کې، عکاس ژورنالیسته یلدا مویري چې په ۲۰۱۹ کال کې د مظاهرو د یو عکس د اخیستلو په وجه په نړیواله کچه مشهوره شوې ده او خبریاله نیلوفر حمیدي هم شاملې دي. نیلوفر حمیدي کله چې مهسا امیني په روغتون کې په کوما کې وه روغتون ته په تګ سره د هغې قضیه افشا کړې وه.

د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران په یو شمالي ولایت کې چارواکو د اخلاقي امنیت پولیسو په توقیف کې د یوې ځوانې کردۍ میرمنې له مړینې وروسته د څه دپاسه لس ورځنیو روانو مظاهرو په ترڅ کې ۴۵۰ کسان نیولي دي.

د سپټمبر په ۱۶ مه د مهسا امیني د مړینې له اعلان وروسته چې په لومړي ځل ناکرارۍ پیل شوه له امله یې په ټول هېواد کې څه دپاسه ۱۲۰۰ مظاهره کوونکي، اصلاح غوښتونکي او خبریالان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG