د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا: د ایران لپاره وخت کم دی؛ ښه ده چې خبرو ته حاضر شي


سره لدې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد د اتومي چارو تر ټولو ستر مرکچي علي باقري د پنجشنبې په ورځ بروکسل ته ولاړ شي چې د اروپایي هیوادونو د استازو سره خبرې اترې وکړي خو اروپایي مشران وایي چې د ایران سره د خبرو کوم پلان نشته.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د دوشنبې په ورځ اکټوبر ۱۸ (تلې۲۶) د دې بلاک د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د غونډې نه وروسته وویل چې داسې کومه غونډه نده پلان شوې.

ښاغلي بوریل وویل، "ایرانیانو ته مو دا واضح کړې چې وخت د هغوي په طرف ندی او ښه به وي ژر د خبرو ته میز ته بیرته راشي. "

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره په اتومي موافقې کې ژمنه کړې وه چې د بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې خپل اتومي فعالیت محدودوي خو دا تړون په۲۰۱۸ کال کې وروسته تر هغه ناکام شو چې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه خپل هیواد ترې وویست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.
اروپایي اتحادیه اوس هڅه کوي دا موافقه بیرته راژوندۍ او متحده ایالات او ایران بیرته پکې ورګډ کړي.

د امریکا اوسني جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي چې پدې موافقې کې بیرته ورګډیو ته لیوالتیا لري او په همدې هیلې د اپریل په میاشت کې د ایران او متحده ایالاتو د استازو تر منځ غیرې مستقیمې خبرې اترې پیل شوې.

خو د جون په میاشت کې کله چې د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ډیر زیات محافظه کار ابراهیم رئیسي ګټونکی شو او جمهور رئیس وټاکل شو، دا خبرې هم وځنډیدې.

امریکا هم په ایران غږ کړی چې هر څومره ژر چې امکان لري دا خبرې دې بیرته پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس وویل، "د تلو کوم ځای چې مونږ یې غواړو په بروکسل کې د منځګړي ګام نه بلکې ویانا ده. "

تهران هم پدې تیرو څو اوونیو کې څو ځله ویلي چې غواړي د اتریش په پایتخت ویانا کې خبرو ته حاضر شي خو تر اوسه یې کومه نیټه نده ټاکلې.


XS
SM
MD
LG