د لاس رسي وړ اتصالات

لویدیځ او ایران د تهران پر اتومي پروګرام خبرې وغزولې


دیپلوماتانو دغه خبرې په ویانا کې د هغو خبرو اترو په وروستۍ ورځ وکړې چې د ایران د اتومی پروگرام په اړه د تیر یو کال راهیسي روانې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو ویر جان کیري خبریالانو ته وویل "د روانو خبرو اترو په وروستیو ورځو کې موږ واقعي او جدي پرمختگ وکړ.له همدې کبله موږ پنځه جمع یو او ایران په گډه دغه خبرې اترې اوه میاشتې نورې هم غزوو. خپلو پرمختگونو ته په کتلو، په ځانگړي توگه دغه پرمختگ چې موږ په تېرو څو ورځو کې وکړ، نن د دې وخت نه دی چې موږ له دې ځایه په دې فکر ولاړ شو، چې موافقه ونه شوه."

ښاغلې کیري زیاته کړه چې د دوی په نظرونو کې لا تراوسه ډیر لوی واټن موجود دی، خو مرکچیان اوس د هغو جزیات نه خپروي چې دوی په څه موافقه کړې ده.

دغه خبرې به په ډسمبر میاشت کې بیا پیل شي او دواړو لوري د مارچ تر لومړۍ نیټې پورې به د شویو پرمختگونو پر کاري چوکاټ باندې موافقه وکړي او د اختلاف ټکي به واضح کړي.

ټاکل شوې چې د جولای تر لومړۍ نیټې به وروستۍ موافقه وشي.

د ایران دولتي اژانس خبر ورکړی چې د ولسمشر حسن روحانی به د ویانا د خبرو اترو د پای ته رسېدو په اړه، ملت ته تلویزیوني وینا وکړي.

لویدیځ پر ایران تورلګوي چې اتومي پروګرام یې سوله اییز نه دی، خو تهران دغه تور ردوي، له همدې کبله پر ایران ځینې اقتصادي بندیزونه هم لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG