د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ ، ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۲۰) آزربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې پلازمینه باکو کې په هغه نظامي رسم ګذشت کې چې د ارمنستان نه د جګړې د ګټلو په مناسبت جوړ شوی و، یو شعر لوستلی چې د ایراني چارواکو اندیښنه یې پارولې.
ایراني چارواکو اندیښنه ښودلې چې ښایي دا شعر په ایران کې د آزري اقلیتونو په منځ کې د بیلتون غوښتنې اور ته لمن ووهي.
آزري اقلیتونه د ایران د آزربایجان په ولایت کې ژوند کوي چې د آزربایجان او ارمنستان سره نږدې پروت دی.
د ترکیې د جمهور رئیس د شعر ویلو نه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ټویټر کې غبرګون وښود. ښاغلي ظریف په ټویټر کې ولیکل، " جمهور رئیس اردوغان ته دا ندي ویل شوي چې څه چې هغه په باکو کې ناسم وویل د ارس په شمال کې د ایران د خاورې نه په زور د بیلو شویو سیمو په هکله و".
د اسنا دولتي خبري اژانس هم ویلي چې دا شعر د بیلتون غوښتونکو یو سمبول دی.
پدې شعر کې ځینې بیتونه د ارس سیند په هکله دي او د سیند په دواړو خواوو کې د ازري ژبې ویونکو تر منځ د فاصلې په هکله شکایت پکې شوی.
ایران د ښاغلي اردوغان د دې کار په ځواب کې په تهران کې د ترکیې سفیر وروغوښت او د هغه د شعر ویل یې "لاس وهنه او د نه منلو وړ څرګندونې وبللې".
د ایران د دې اقدام په غبرګون کې ترکیې په انقرې کې د ایران سفر احظار کړ او د هغوي ادعا یې بې بنسټه وبلله.
خو ترکیې یوازې د ایران د سفیر په احظار کولو بسنه ونه کړله او نن د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د اړیکو د څانګې مشر فخرالدین التون په یوې اعلامیې کې ولیکل، " مونږ د شعر لوستلو په غبرګون کې زمونږ د جمهور رئیس او هیواد په خلاف د خوا بدوونکو ټکو کارول غندو".
ښاغلي التون همدارنګه په اعلامیې کې ویلي چې د شعر معنی په قصدي توګه بل ډول تعبیر شویده.