د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې د عمومي بحثونو په لومړیو دریو ورځو کې د اوکراین جګړه، د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ، د منځني ختیځ وضعیت، د وینزویلا راتلونکی، د افریقا شخړې او د نړیوال امنیت نورې مسئلې د نړۍ د مشرانو د ویناوو او دوهاړخیزو لیدنو مهم موضوعات وو.
سږکال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله په داسې وخت کې کېږي چې په اوکراین او منځني ختیځ کې جګړې، د نړیوال امنیت اندېښنې، اقتصادي فشارونه او د نړیوالې همکارۍ پر راتلونکي بحثونه د نړۍ د مشرانو د اجنډا په سر کې دي.
په دغې کلنۍ غونډه کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د عمومي اسامبلې له وینا او په نیویارک کې له نورو لیدنو څخه په استفادې د روسیې د بریدونو د درولو او د سولې د هڅو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
زیلینسکي ویلي چې کیف د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو لپاره د یوه محدود اوربند ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې روسیه او اوکراین د انرژۍ او د غلو د لېږد په اړه د یوه محدود اوربند په لور لېوالتیا ښودلې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ هم د عمومي اسامبلې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه و.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د سپټمبر ۲۳مه نېټه، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د مسعود پزشکیان د وینا په غبرګون کې وویل: «هیڅ ډول ویناوې او اوږدې ویناګانې نه شي کولای د ایران د رژیم هغه جنایتونه پټ کړي چې د خپل ولس، د سیمې د خلکو او له هغې وراخوا یې ترسره کړي دي.»
دغه وزارت د اېکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې لیکلي: «هیڅ ډول تبلیغاتي نندارې نه شي کولای د هغه رژیم خونړی ماهیت پټ کړي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی هڅوونکی، ملاتړی او عملي کوونکی دی. همدارنګه، هېڅ ډول دروغ نه شي کولای دا حقیقت پټ کړي چې دغه خطرناک رژیم د نړۍ تر ټولو خطرناکې وسلې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.»
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «هیڅکله باید د ایران رژیم ته اجازه ورنه کړل شي چې [اټومي وسلې] ترلاسه کړي.»
مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د خپلې وینا په یوه برخه کې ادعا وکړه: «موږ د خپل ځان د دفاع لپاره ځواک غواړو، نه د تېري لپاره.» هغه همدارنګه وویل: «موږ د انرژۍ د پرمختګ او پراختیا لپاره یې غواړو، نه د بم جوړولو، ویجاړولو او د ټولنې د ګواښلو لپاره.»
د ایران ولسمشر په خپله وینا کې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه هم د نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله.
پزشکیان په خپلې وینا کې د ایران په واټونو کې د حکومت ضد د زرګونو معترضانو د وژل کېدو په اړه د خپل حکومت اقداماتو ته اشاره ونه کړه، بلکې پر معترضانو یې نیوکې وکړې.
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د عمومي اسامبلې په وینا کې وویل چې په دغه هېواد کې به انتخابات ترسره شي، خو د ټاکنو لپاره یې مشخصه نېټه اعلان نه کړه.
رودریګز وویل چې حکومت له مخالفو ډلو سره سیاسي خبرې پیل کړې او د ټولو سیاسي ځواکونو د ګډون لپاره به شرایط برابر کړي.
هغې په نیویارک کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم کتلي دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د وینزویلا د پورونو د بیا تنظیم موضوع هم مطرح شوې ده.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت صدراعظمې جودیت سومینوا تولوقا د عمومي اسامبلې غړو ته وویل چې د دغه هېواد په ختیځ کې د اوږدې شخړې له امله د میلیونونو خلکو لپاره سوله لا هم یوازې یوه ژمنه پاتې ده.
هغې وویل، د ختیځ کانګو خلک له درېیو لسیزو راهیسې له بریدونو، بېځایه کېدو او مرګژوبلې سره مخ دي. تولوقا د ایبولا ناروغۍ خپرېدل هم د دغه هېواد لپاره یوه مهمه ننګونه وبلله او ویې ویل چې د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د حکومت لپاره لومړیتوب دی.
د هسپانیې صدراعظم پېدرو سانچز د عمومي اسامبلې په څنډه کې د نړیوالې همکارۍ او خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
سانچز وویل چې هسپانیه به د خپلو ملي لومړیتوبونو لپاره کار ته دوام ورکړي، خو په هغو برخو کې به له امریکا سره همکاري کوي چې ګډې ګټې موجودې وي. هغه د کډوالو د وضعیت په اړه هم وویل چې باید له هغوی سره باعزته چلند وشي.
سانچز د ملګرو ملتونو د راتلونکي عمومي منشي په اړه هم وویل چې اوس د دې وخت دی چې د لاتینې امریکا یوه ښځه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه وټاکل شي. د انتونیو ګوتېرېش د دویمې پنځه کلنې دورې له پای ته رسېدو وروسته اته کسان د هغه د ځای ناستي کېدو لپاره سیالي کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د عراق صدراعظم علي الزیدي سره په نیویارک کې ولیدل.
د دواړو مشرانو د دفترونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې ترکیه به د عراق په شمال کې خپل پوځي مرکزونه په تدریجي ډول د عراق فدرالي حکومت ته وسپاري. اردوغان د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره هم جلا لیدنه کړې ده.
تر دې مهاله د عمومي اسامبلې بحثونو یوه څرګنده ځانګړنه دا ده چې د نړۍ د بېلابېلو سیمو له کړکېچونو سره سره، د جګړو د کمولو، د خبرو اترو د بیا پیل او د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنې هم د مشرانو په ویناوو کې تکرار شوې دي.
خو د اوکراین، ایران او نورو بحرانونو په اړه د بېلابېلو هېوادونو د دریځونو ترمنځ ژور اختلافونه لا هم موجود دي، او د دغو خبرو د عملي پایلو څرنګوالی به د عمومي اسامبلې په پای کې راڅرګنډ شي.
فورم \ دبحث خونه