د لاس رسي وړ اتصالات

ایران تر ۶۰ فیصدو د یورانیمو غني کول پیل کړي


ایران په لومړي ځل په لوړه کچه یوارنیم غني کړي چې په اتومي وسلو کې ترې کار اخیستل کیدی شي.
ایران په لومړي ځل په لوړه کچه یوارنیم غني کړي چې په اتومي وسلو کې ترې کار اخیستل کیدی شي.

ایران تر ټولو په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چې ښایي د غربي هیوادونو سره د ستونزو د پیدا کیدو سبب شي.

د ایران د پارلمان رئیس نن جمعه، اپریل ۱۶ (وري۲۷) اعلان وکړ چې یو څو ګرامه یوارنیم به تر ۶۰ فیصدو غني شي. ایران پخوا هم په لوړه کچه یورانیم غني کړي و خو په دومره کچه نه و. ایران د پخوا په پرتله درې چنده د یورانیمو د غني کولو اندازه لوړه کړې.

په دومره لوړه کچه د یورانیمو غني کول ایران دې ته نږدي کوي چې له دغو یورانیمو څخه په اتومي وسلو کې کار واخیستل شي.

د ایران د پارلمان رئیس باقر قالیباف دغه اعلان په ټویټر کې کړی. ښاغلي باقر لیکلي، " په خدای باور لرونکي ځوان ایرانی ساینسپوه پدې وتوانید چې تر ۶۰ فیصدو غني شوي یورانیم تولید کاندي. د ایران قوت حیرانونکی دی او هر ډول دسیسه شنډولی شي."

په همدې حال کې د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي هم دولتي تلویزون سره په خبرو کې تائید کړ چې تر ۶۰ فیصدو یورانیم غني شوي.

ښاغلي صالحي ویلي چې په سنټرفیوژ کې اوس په ساعت کې نهه ګرامه یوارنیم غني کیږي او په راتلونکو ورځو کې به دغه اندازه پنځه ګرامو ته راټیټه شي.

ایران پداسې وخت کې په دومره لوړه کچه د یوارنیمو د غني کولو خبر کوي چې په ویانا کې اروپایي هیوادونه د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کېمنځګړتوب کوي او کوښښ کوي چې امریکا بیرته د ایران د اتومي تړون سره یو ځای کړي.

دغه هیواد تر دې هم په چټکۍ د یورانیمو د غني کولو توان لري. نړیوالو څارونکو پخوا هم ویلي و چې ایران د ځمکې لاندې پخپلو اتومي بټیو کې نه بلکه دا کار د نطنز په اتومي بټۍ کې هم کولی شي چې د ځمکې په سر جوړه شوې.

ایران ځکه د ځمکې لاندې اتومي تاسیسات جوړ کړي چې د هوایي بریدونو په مقابل کې خوندي وي.

علي اکبر صالحي همدارنګه ویلي چې تر هرې کچې د یورانیمو د غني کولو توان لري او هر کله چې وغواړي دا کار کولی شي.

بل پلو بیا د ایران د جمهور رئیس د دفتر رئیس محمود واعظي ویلي چې د ایران د اتومي پروګرام مخه د ساینسپوهانو په وژلو او یا په اتومي بټیو کې د ورانکارۍ له وجې نشي بندیدلی.

د ایران د نطنز په اتومي بټۍ د همدې اوونۍ په سر کې یوه پیښه وشوه چې ایران یې ملامتي په اسرائیل واچوله خو اسرائیل لا پدې پیښه کې د لاس لرلو ادعا نده کړې.

XS
SM
MD
LG