د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د ایران د شتمنیو د ازادولو په اړه خبرونه 'ناسم' دي

سپینې ماڼۍ په قطر او د نورو هېوادونو په بانکونو کې د امریکا د متحدو ایالتونوو لخوا د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه د ځېنو رسنیو راپورونه رد کړي دي.

د متحدو ایالتونو یوه جګپوړي چارواکي د شنبه په ورځ [اپرېل ۱۱مه] امریکا غږ ته په یو کتبي پیغام کې لیکلي چې دغه ډول خبرونه "ناسم" دي.

په دغه پیغام کې چې د واشنګټن ډي سي په وخت د سهار په اتو بجو امریکا غږ ته رسېدلی، ټینګار شوی چې "غونډې لاتراسه پیل شوې نه دي."

تردې لږ څه مخکې، د رویترز خبري اژانس د ایران د یوه جګپوړي چارواکي په حواله خبر ورکړی و چې متحدو ایالتونو په قطر او د نورو هېوادونو په بانکونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو سره موافقه کړې ده.

سرچینې چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، رویترز خبري اژانس ته ویلي چې ددغو شتمنیو ازادول د "هرمز تنګي څخه د خوندي تېرېدو پورې مستقیم تړاو لري."

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د ایراني استازو سره د مذاکراتو لپاره اسلام آباد ته رسېدلی او لومړی یې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره کتلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG