د لاس رسي وړ اتصالات

بهر مېشتو ایرانیانو د اوکراینۍ الوتکې له قربانیانو سره غمرازي وکړه


په امریکا او کاناډا کې سلګونو ایرانیانو د اوکراینۍ الوتکې د ویشتل کېدو له امله د وژلو شویو کسانو په یاد د یکشنبې په ماښام د غمرازۍ مراسم جوړ کړي وو.

په واشنګټن ډي سي کې د ایرانیانو یوې کوچنۍ ډلې په الوتکه کې د ۱۷۶ مساپرو د وژل کېدو او د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په میاشت کې د ایران په سراسري مظاهرو کې د څه باندې ۱۰۰۰ کسانو د وژل کېدو په یاد شمعې بلې کړې وي.

یو شمېر مظاهره کوونکو امریکا غږ ته ویلي چې د الوتکې پر ویشتلو د ایراني چارواکو اعتراف، د حکومت پر ضد د خلکو غوسه راپارولې ده.

یوې معترضې لیلي وویل چې "خلک د ایران حکومت نه غواړي او جنرال قاسم سلیمانی یو ترهګر دی".

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په فارسي او انګیسي ژبو ټویټونه ولیکل او له مظاهره کوونکو څخه یې ملاتړ وکړ. واشنګټن کې معترضینو د ټرمپ دا کار ستايلی دی.

ایراني الاصله امریکایی معترض فرامرز ضعفي په فارسي د ولسمشر ټرمپ له ټویټ نه مننه کوي خو ټینګار کوي چې "جګړه نه غواړو".

په لاس انجلس کې هم ګڼو خلکو مظاهره وکړه او د ایران پر وړاندې یې د امریکا د هر ډول پوځي مداخلې پر ضد شعار ورکاوه.

په کاناډا کې چې ۵۷ اتباع یې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوي، څه ناڅه ۲۰۰۰ کسانو د ویر مراسم جوړ کړي و.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو غمجنو خلکو ته ویلي چې هغه به د الوتکې د ویشتل کېدو د قضیې په څېړلو کې د عدالت او حساب ورکولو لپاره هڅه وکړي.

بهر مېشتو ایرانیانو د اوکراینۍ الوتکې له قربانیانو سره غمرازي وکړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

XS
SM
MD
LG