د نړۍ په کچه د تېلو بیې د جمعې په ورځ وروسته له هغې په چټکۍ سره راټیټې شوې چې ایران د هرمز تنګي د بیرته پرانیستو اعلان وکړ.
دا بدلون داسې مهال وشو چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د خبرو د نوې پړاو احتمال شته او همدارنګه د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند نافذ شو.
د امریکا د تېلو د شاخص بیه له ۱۱ سلنې څخه ډېره راکمه شوه او د یو بېرل تیلو بیه تر ۸۴ ډالرو ښکته شوه، په داسې حال کې چې نړیوال شاخص هم شاوخوا ۱۰ سلنه راټیټ شو او تر ۸۹ ډالرو لاندې راغی.
سره له دې چې د جګړې څخه مخکې د یو بیلر بیه یې شاوخوا ۷۰ امریکایي ډالره وه، خو اوس هم د تېلو بیې تر هغې کچې لوړې دي، که څه هم په تېرو دوو اونیو کې یو څه ښه والی لیدل شوی دی.
د امریکا د ونډو بازارونه د جمعې په ورځ لوړ پرانیستل شول، چې د نسدک او اس ان پي ۵۰۰ شاخصونه د خپلو پیاوړو میاشتو دوام ښيي او د ریکارډ لوړو کچو ته رسېدلي دي.
په اسیا کې، د جاپان د نیکي شاخص د جمعې په ورځ ۱.۷۵ سلنه راولوېد، دا په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې یې ریکارډ لوړه کچه ثبت کړې وه، او د هانګ کانګ هنګ سینګ شاخص هم ۰.۸۹ سلنه راټیټ شوی دی.
فورم \ دبحث خونه