د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران باندې د امریکا بندیزونه سبا عملي کیږي

د اسراییل صدراعظم ټرمپ د ایران پرضد د بندیزونو د لګولو په خاطر وستایو
د اسراییل صدراعظم ټرمپ د ایران پرضد د بندیزونو د لګولو په خاطر وستایو

په زرګونو ایرانیانو نن یکشنبې په تهران کې د امریکا د پخواني سفارت مخې ته د ۱۹۷۹ کال پاڅون کالیزه، بیا په مظاهرو ولمانځله. خو دا ځل په داسی حالت کې په مظاهرې وتلي چې ټاکل شوې ده چې د ایران پر ضد د امریکا د نفتو بندیزونه سر له سبا دوشنبې بیا پیل شي.

تیل، د ایران د عایداتو تر ټولو ستره منبع ده. د ٢٠١۵ کال نه راپدیخوا دا د امریکا تر ټولو کلک بندیزونه دي چې د ایران صادرات او مالي راکړه ورکړه به اغیزمنه کړي.

د ترمپ حکومت د جمعې په ورځ په ایران باندې د امریکا د هغو بندیزونو د لگولو اعلان وکړ چې په ۵ ٢٠١ کال کې د ایران او شپږ نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اتمي معاملې د لاسلیک سره لرې شوي و.

ولسمشر ترمپ ویلي دا معامله د امریکا لپاره ډیره بده معامله وه او ایران به هیڅ کله اتمي وسلې ترلاسه نکړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبې په یوه بیان کې ویلي چې له ولسمشر ټرمپه د دې تاریخي اقدام په خاطر مننه، بندیزونه په ریښتیا عملي کیږي.

ایراني چارواکي بیا وايي په ایران د امریکا بندیزونه یوه ناکامه هڅه ده. د ایران د پارلمان مشرعلي لاریجاني ولسمشر ترمپ د عراق د ډیکټاټور صدام حسین سره پرتله کړ او وې ویل چې هغه د ایرانیانو په تیره د ښځو او ماشومانو په وړاندې د جگړې اعلان کړې ده.

ایران د مخه لا د اقتصادي بحران سره مخ دی خو ایراني چارواکي هڅه کوي چې دغه بندیزونه کم اهمیته وښي. د ایران د پارلمان یو سخت دریځه غړی ابو فضل ابو ترابي وایي هیله لري چې دا بندیزونه به د امریکا لپاره یوه ستره ماته ثابته شي.

بل خوا نن په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو کالیزه ولمانځل شگع. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو جنرال محمد علي جعفري لاریون کوونکو ته په وینا کې وویل په ایران باندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو دسیسه او پلان به د خلکو د دومداره مقاومت له لارې ناکامه شي.

مظاهره کوونکو مرګ پر اسرائیل او مرده باد امریکا شعارونه ورکول.

په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د امریکا پر سفارت د مظاهره چیانو له خوا برید وشو او د یو شمېر امریکايي ډیپلوماټانو برمته نیول د دې سبب شول چې واشنګټن له تهران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.

د ۱۹۷۹ میلادي کال د نوومبر پر څلورمه نېټه وروسته له هغه چې امریکا د ایران اسلامي رژیم ته د پخواني شاه محمد رضا پهلوي له سپارلو انکار وکړ، ایراني محصلانو په تهران کې د امریکا پر سفارت ورغلل او د ۴۴۴ ورځو لپاره يې ۵۲ امریکايي ډیپلوماټان برمته وساتل.

له دې پېښې وروسته امریکا او ایران تر اوسه پورې په خپلو کې ډیپلوماټیک اړیکې نه لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG