د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د فرمان په اړه د ایران د جمهور رئیس سخت غبرگون


حسن روحان په تهران کې یوې اجتماع ته په وینا کې وویل چې د ټرمپ دا پریکړه د ټولو نړیوالو اصولو او ژمنو خلاف ده
حسن روحان په تهران کې یوې اجتماع ته په وینا کې وویل چې د ټرمپ دا پریکړه د ټولو نړیوالو اصولو او ژمنو خلاف ده

د ایران جمهور رئیس د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د هغه فرمان په ضد عکس العمل وښود چې امریکا ته د ایران په شمول د اوه مسلمانو هیوادونو د وگړو په راتګ بندیز لګوي.

په داسې حال کې چې د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست د دروې د پیل راهیسې دوه اونۍ تیریږي، د واشنگټن او تهران ترمنځ کړکیچ زور اخیستی دی.

حسن روحان په تهران کې یوې اجتماع ته په وینا کې وویل چې د ټرمپ دا پریکړه د ټولو نړیوالو اصولو او ژمنو خلاف ده.

د ایران جمهور رئیس په تازه خبرو کې په جمهور رئیس ټرمپ او د هغه پر ادارې سخت انتقاد کړی او له بلې خوا په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ویلي دي چې د ایران پر ضد به سخت دریځ غوره کړي.

له یوې خوا امریکا ته د ایرانیانو په راتگ بندیز او له بلې خوا د ایراني ځواکونو له خوا د بالستیک توغندي ازموینې ددې سبب شوی چې واشنگټن او تهران د یو بل پر وړاندې سخته لهجه وکاروي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په داسې حال کې چې امریکا ته د ایران په گډون د اوو اسلامي هیوادونو د پناه غوښتونکو په راتگ بندیز د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار گڼي واي چې ټرمپ او د هغه اداره په سیاست نه پوهیږي.

بلخوا د تسنیم خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان، نن چهارشنبه تائید کړه چې هغوی یو تازه راکټ ازمایلی دی، خو زیاته یې کړه چې دغه اقدام د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک نه سرغړونه نه ده.

ددې خبر له خپریدو وروسته سمدستي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا د متحده ایالاتو په غوښتنه پرون بېړنۍ غونډه وکړه او بیا موضوع یوې کمیټې ته وړاندې شوه.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ایران د توغندیو ازموینه په مطلقه توگه د نه منلو وړ وگڼله او وویل چې مونږ بې تفاوته پاته نشو او دا مسله به تعقیب کړو.

روسیه چې د ایران نژدې ملگری گڼل کیږي د ایران راکټي ازموینې یې د ملگرو ملتونو د پریکړې نه سرغړونه نه دي گڼلي او ویلي یې دي چې په دې هکله د واشنگټن له خوا د سمدستي مذاکراتو غوښتنه د هغوی په وینا "د وضیعت د سختوالي" په خاطر دي.

خو بریتانیا د امریکا د موقف ملاتړ کړی دی. په ملگرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر متیو ریکرافت، ویلي چې د ایران له لورې د توغندي دغه نوی ازموینه د ملگرو ملتونو د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې د ایران سره اټومي توافق ناسم بللی او گواښ یې کړی و چې هغه به فسخه کړي.

XS
SM
MD
LG