د لاس رسي وړ اتصالات

ایران غواړي ملگرو ملتونه پرې تسلیحاتی بندیزونه لېرې کړي


جان کېري د یکشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې پرمختگ شوی خو ځینې اختلافات لا پاتې دي
جان کېري د یکشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې پرمختگ شوی خو ځینې اختلافات لا پاتې دي

په ویانا کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په گډون دیپلوماتانو د تهران د اتمي معاملې په سر د پرمختگ خبر ورکړ.

خو وېویل چې اوس هم لا د ایران د اتمي فعالیت د محدودولو او په ایران باندې د بندیزونو د لرې کولو لپاره د یوې معاملې د نهایي کیدو لپاره ځیني مسلې پرځای پاتې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یکشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې پرمختگ شوی خو ځینې اختلافات لا پاتې دي.

ښاغلي کېري زیاته کړه "که چېرې په راتلونکو دوو ورځو کې مهمې پرېکړې وشی او په چتکې وشي مونږ به په دې اونۍ کې موافقې ته ورسیږو خو که چېرې ونشي نو موافقه به نوي. نو اوس به د دې هدف لپاره په خصوصي توگه او په خاموشئ کار کوو چې دا کار په ټاکلي مهلت کې دننه بشپړ کړو."

د دوشنبې په ورځ سهار د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو او چارواکي په ویانا کې د یو ساعت لپاره د تړلو دروازو تر شا ملاقات وکړ. ټاکل شوې د چې د دوشنبې په ورځ ټوله ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شپږو هیوادونو له مرکچیانو سره ملاقات وکړي.

ښاغلي کېري او ظریف د یکشنبې په ورځ هغه مهال څو څو ځله ولیدل چې د خبرو په بهیر کې په ایران باندې د بندیزونو د لرې کول په سرعت او د ملگرو ملتونو د پلټنې په اړوند چې ایا ایران کله هم د اتمي وسلو جوړولو هڅه کړې ده که نه د پرمختگ راپورونو خپور شول.

د کانگرس غبرگون

د ایران د اتمي پروگرام په اړوند د موافقې په سرځنډ او شک دلته په واشنگتن کې هم احساس کیږي. ځکه چې په واشنگتن کې به دا معامله د استازو په مجلس کې چې د جمهوري غوښتونکو له خوا رهبري کيږي، د رایو له سخت بهېر سره مخامخ شي.

امریکا غږ خبر ورکوي چې ځیني قانون جوړونکي د سې شنبې د نهایي پایلو نه د مخه لا ځان د دې معاملې په وړاندې مخالف دریځ غوره کړی په ورته وخت کې دلته په واشنگتن کې سناتور تام کاتن باور لري چې امریکا په دې هکله اشتباه کوي.

ښاغلی کاټن وایي"ایران د امریکا ضد رژیم دی. ترهگري تمویلوي. ایران باید له یو ساده انتخاب سره مخامخ شي. هغوي باید خپل اتمي پروگرام په بشپړه توگه له منځه یوسي. یا دخپل اقتصاد له وېجاړېدلو او د خپلو اتومي تاسیساتو له ویجاړیدلو سره په پوځي قوت مخامخ شي."

ښاغلی کاټن د ایران سره د متحده ایالاتو د احتمالي موافقې یوازنی منتقد او مخالف ندی. سناتور لیندسي گراهام چې د جمهوري ریاست په سیالیو کې ېې ځان کاندید کړی هم ده ته ورته نظر لري.

سناتور گراهام وایي "که متحده ایالات زمونږ په مقاصدو باندې ټینگ ونه دریږي چې دغه راز وسلو جوړولو نه د ایران مخه ونیسي، نو ایران به په یوه داسې سیمه کې د اتمي وسلو سیالۍ پیل کړي چې په نړۍ کې تر ټولو لږ ثبات لري. هغه خلک چې د عام قتل لپاره تمایل لري، د هغوي په لاس کې به لاهم ډېرې موثرې وسلی پېدا شی چی دا کار وکړي".

دموکرات سناتور بن کاردن، د کانگرس له خوا نه د موافقې د تصویب په برخه کې دا لاره غوره کړې ده چې انتظار وکړي او وگوري چی څه کېږي.

سناتور بن کاردن د ای بي سي تلویزون سره په مرکه کې وویل "مونږ به وگورو چې ایا د تفتیش اجازه لرو، ایا د بندیزنو لرې کیدل د هغه پرمختگ سره متناسب دي چې ایران ېې د خپلو اتمي وسلو د له لاسه ورکولو په برخه کې کوي.'

په ویانا کې د پرمختگ د راپورونو سربیره سپینه ماڼۍ وایي چې تر اوسه ورته هېڅ شی ېقیني شوي ندي. د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي دا بلاخره ایرانیانو پورې اړه لري چې د نړیوالې ټولنې له خوا ټاکل شوي شرطونه مني که نه.

امتحاني موافقه

ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي دي چې ایران او د شپږو ځواکمنوهیوادنو په ایران باندې د بندیزونو د لرې کیدو یوه امتحاني موافقه ترتیب کړې خو د بهرنیو چارو وزیران باید هغه تصویب کړي.

په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران د اتمي معاملې د بهیر په اړه په احتیاط خوشبیني څرگندوي، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو لا د مخه د دغه دیپلوماسۍ په اړوند قضاوت کړی او ویلي دي دا د ایران د اتمي وسلو د مخنوي په اړوند یو پرمختگ نه بلکې یوه ناکامي ده.

XS
SM
MD
LG